د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

کرزی: د ولسمشر غني د مخالفت له امله پیکینګ ناستې ته نه ځم


پخوانی ولسمشر حامد کرزی او اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني

حامد کرزی وايي، د اوسمهالي ولسمشر محمداشرف غني د مخالفت له امله د پیکینګ په ناسته کې ګډون نه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر د یکشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، اوس په هېواد کې د سولې لپاره شرایط برابر شوي او باید ورنه ګټنه وشي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له هېواده بهر یوازې دولت د خلکو استازیتوب کولی شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په اړه د چین په ناستې کې د ده د ګډون په اړه، د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني له مخالفت پرده پورته کړه.

ښاغلی کرزی وايي، نیت يې درلود چې د چین په مرکز پیکینګ کې د افغانستان د سولې په اړه ناسته کې چې، ویل کیږي څو ورځې وروسته جوړیږي، ګډون وکړي خو ښاغلي غني ترې وغوښتل چې په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

ښاغلي کرزي د یکشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "زما نوم په لیست کې و، چې د چین په ناسته کې ګډون وکړم خو ښاغلي غني مخالفت وکړ، ماته یې احوال راکړ چې ګډون په کې ونه کړم، ما وویل په هغه صورت کې چې زما ګډون ته اړتیا نشته نه ځم او خپل نوم مې ترې لرې کړ، بیا مې ولیدل چې له یو شمېرنورو مشرانو سره یې هم مخالفت کاوه خو ما د نورو پر ګډون ټینګار وکړ."

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اوس امریکا او طالبان غواړي، افغانستان ته سوله راشي نو په خبره یې افغان حکومت باید د دې پروسې پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

ښاغلي کرزي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونۍ چې ویلي وه له طالبانو سره د یوې نوې هوکړې پر سر خبرې رواني دي، د سولې په برخه کې مهم ګام یاد کړ.

د نوموړي په خبره، د امریکا، طالبانو او افغان حکومت لخوا د تاوتریخوالي راکمېدل د سولې پر خبرو مسقیمه اغیزه لري خو ټينګارکوي چې، افغان حکومت دې د اوربند په بهانه د سولې مخالفت نه کوي.

خو د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د حامد کرزي د خبرو په غبروګون کې وايي چې، د ښاغلي کرزي کارونه د هغه د حکومت په وخت کې تر پوښتنې لاندې و او نوموړي د سولې په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

ښاغلی صدیقي وايي، د حامد کرزي خبرې د سولې لپاره د افغان حکومت د کړنو خلاف دي.

هغه زیاتوي: "مونږ سولې ته په جدي توګه ژمن او پر وړاندې یې خنډ نه یوو، مونږ د سولې لپاره د اسانتیاو برابرونکي یوو، په کلکه اراده په دې برخه کې کار کوو، هېڅوک حق نه لري چې د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت هڅې تر پوښتنې لاندې راولي، د ښاغلي کرزي دا خبرې بې ځایه دي او د هغه څه خلاف دي چې، موږ یې ترسره کوو."

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي د چین په ناسته کې د حامد کرزې د ګډون په اړه د محمد اشرف غني د مخالفت په تړاو وايي، له قانون سره سم له هېواده بهر د خلکو استازی دولت دی نه سیاسي څېرې.

په چین کې د افغانانو د ناستې کره نیټه چې د طالبانو استازیو ورته هم تیاری نیولی، روښانه نه ده خو ویل کیږي دغه ناسته به په راتلونکو ورځو کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG