د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د حقاني شبکې د غړو خوشي کېدو ته غبرګونونه


ولسمشر اشرف غني نن وویل، د حقاني شبکې د غړو د ازادولو پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.
ولسمشر اشرف غني نن وویل، د حقاني شبکې د غړو د ازادولو پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.

د افغانستان د حکومت له‌خوا له بنده د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور او د دې ډلې د مرستیال انس حقاني په ګډون، د دوو نورو طالب مشرانو د ازادېدو پرېکړه، د عامو خلکو او سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي اسماعیل خان ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره د جګړې ښکېل لوري باید نرم دریځ خپل کړي. د ده په خبره، د انس حقاني ازادي کولای شي، د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

هغه وویل: "د سولې خبرو د پرمختګ او چټکتیا لپاره باید یو شمېر کارونه وشي. زه دې کار ته خوښ یم او دا یو ښه کار وشو. بې له شکه چې د دې کار لپاره د افغانستان حکومت او امریکا دواړو هڅه کړې. اوس چې د افغانستان ولسمشر دا ومنله، زه یې هم په نېک فال نیسم."

د طالبانو یو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي، د انس حقاني ازادي کولای شي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره لار پرانیزي او دا بهیر بیا د سولې په بهیر مثبت اغېز وکړي.

هغه وویل: "زما په فکر د سولې پر بهیر یې اغېز زیات دی. که د افغانستان حکومت هڅه وکړي د بندیانو تبادله به دوام وکړي. د طالبانو په بند کې به افغان بندیان او تر خوا یې د افغانستان په زندانانو کې طالبان تبادله شي."

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان وايي، که له بنده د انس حقاني ازادي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، دوی له دې پرېکړې هرکلی کوي.

دوه تنه کابل مېشتي کریم واحدي او احمد صمیم ازادي راډیو ته وویل: "که یې ازادي د سولې لپاره وي، د یوه هېوادوال په توګه یې ښه بولم."

"ازادي یې د خلکو په خیر نه ده، حتما د پردې تر شاه بله مسله ده، خو که د انس حقاني ازادي سوله راولي او د خلکو په خیر وي، ښه کار دی. "

خو د افغانستان د مدني ټولنو ريیس عزیز رفیعي د حکومت دا کار سیاسي عمل بولي او زیاتوي چې افغانستان د انس حقاني د خلاصون په بدل کې یو کوچنی امتیاز هم نه دی تر لاسه کړی.

هغه زیاته کړه: "بدبختانه دا پرېکړه یو اړخیزه او سیاسي ده. بیا به هم افغانستان بایلودونکی وي. موږ داسې جنایتکاران چې په افغانستان کې یې له هیڅ ډول جنایت کولو ډډه و نه کړه، له یو کوچني امتیاز تر لاسه کولو پرته، دښمن ته تسلیم کړل."

د افغانستان حکومت نن وویل، چې په مشروط ډول یې له بنده د حقاني شبکې د درې غړيو انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید د خلاصون پرېکړه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني وویل، دغه پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس د حقاني شبکې د غړو خوشي کېدو هرکلی کړی او هغه یې زړور اقدام بللی دی.

ددوی په بدل کې په پام کې ده طالبان په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه تښتولي استادان خوشي کړي.

XS
SM
MD
LG