د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

'د ۲ امریکايي استادانو په بدل کې د حقاني شبکې ۳ غړي خوشې کېږي'


طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.
طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.

يو جګپوړی افغان چارواکی وايي، د افغانستان حکومت به د حقاني شبکې درې مهم غړي قطر ته د امريکا تر څارنې لاندې واستوي.

دغه چارواکي ټينګار وکړ چې له افغان حکومت سره بندي "انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان او حافظ رشيد عمري خوشې کېږي نه، بلکې امريکايانو ورسره وعده کړې چې هغوی به په دوحه کې تر څار لاندې ساتي."

دغه امنيتي چارواکي چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي، ازادي راډیو ته ویلي د دوی په بدل کې طالبانو په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوو بهرنيو استادانو د خوشې کولو او د افغانستان له حکومت سره نېغ په نېغه د مذاکراتو پېلولو لپاره د لارې هوارولو وعده کړې ده.

دغه چارواکي څرګنده نه‌کړه چې دغه کسان به کله پرېښودل کېږي، خو په قطر کې د طالبانو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې دوی په دوو يا دريوو ورځو کې د دې کار تمه لري.

طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سږکال په جولای میاشت کې په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د دغوو دوو یرغملو په خوشې کولو کې مرسته وکړي او عمران خان هم د دې کار ژمنه ورسره وکړه او ورته ویې‌ويل چې په دې اړه به ډېر ژر يو ښه خبر واوري.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه.

انس حقاني د حقاني شبکې مهم غړی دی. دا شبکه د طالبانو یوه څانګه ده چې جلال‌الدين حقاني یې بنسټ ايښی و او د لويو خونړيو بريدونو په ترسره کولو مشهوره ده.

د جلال‌الدين حقاني تر مرګ وروسته د هغه زوی سراج‌الدين حقاني د دې ډلې مشر دی. افغان چارواکو د انس حقاني تر نيولو وروسته مطبوعاتو ته ويلي وو چې نوموړی تر سراج‌الدين حقاني وروسته د دغې شبکې تر ټولو مهم کس دی.

پاکستانی ژورنالېست رحیم‌الله یوسفزی چې د حقاني شبکې په اړه‌یې ګڼ راپورونه برابر کړي وايي، انس د طالبانو لپاره دومره مهم دی چې د هغه نوم‌یې حتی له امريکايانو سره په خپله مرکچي ډله کې هم شامل کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې انس حقاني او حافظ رشيد په ۲۰۱۴ کال کې او امريکايي ځواکونو حاجي مالي خان په ۲۰۱۱ کال کې ونیول، خو د نیولو ځای یې ونه‌ښود. دې ادارې ويلي چې انس حقاني د معلوماتي ټکنالوژۍ پوه دی او خپلې شبکې ته‌یې د مالي سرچينو برابرولو مسؤليت درلود.

حافظ رشيد عمري د حقاني شبکې پوځي قوماندان او په قطر کې د مېشتو طالبانو د يوه مشر محمد نبي عمري ورور دی چې چارواکي یې د لويو حملو په پلانولو کې ماهر بولي.

امريکا په افغانستان کې د ترورېستي فعالیتونو او له القاعده شبکې سره د اړيکو له امله ټوله حقاني شبکه په تور لېست کې شامله کړې او پر مشرانو يې د سفر او مالي بنديزونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG