د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ماهیره خان په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ښه نیت سفیره ټاکل شوې


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو. اېن. اېچ. سي. ار) د ښه نیت سفیره او د پاکستاني او هندي سینما وتلې هنرمنده ماهیره خان
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو. اېن. اېچ. سي. ار) د ښه نیت سفیره او د پاکستاني او هندي سینما وتلې هنرمنده ماهیره خان

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو. اېن. اېچ. سي. ار) د پاکستاني او هندي سینما وتلې هنرمنده ماهیره خان په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ښه نیت سفیره ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون د نومبر په ۶مه د ماهیره خان د ټاکلو اعلان وکړ.

ماهیره خان په یوه وېډيويي پیغام کې چې د (یو. اېن. اېچ. سي. ار) پر وېب‌پاڼه خپور شوی، ویلي چې خوشحاله ده چې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سفیره ده، ځکه چې ماهیره خان ویلي، پاکستان نړۍ ته یو مثال دی چې ۴۰ کاله‌یې افغان کډوال وپالل.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ښه نیت سفیره ماهیره خان
په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ښه نیت سفیره ماهیره خان

ماهیره خان وایي: "پاکستان په وروستیو څلورو لسیزو کې ميلیونونه کډوالو ته پناه ورکړې، ۴۰ کاله‌يې کډوال منلي، له کډوالو سره د مرستې لپاره مبارزه باید په یوه هېواد پورې محدوده نه‌وي."

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې پاکستان له ډېرو کلونو په ډېر سخاوت افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی.

د امریکا سفارت پر ټویټر لیکلي چې د متحده ایالاتو حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره په ۲۰۱۹ میلادي کال کې (یو. اېن. اېچ. سي. ار) ته ۵۳ ميلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي چې په پاکستان کې یو ميلیون او ۴۰۰ زره افغانان چې راجستر شوي دي، د کډوالۍ ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا هغه افغانان دي چې د جګړې له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه کار کوي، څو هلته مېشتو افغان کډوالو روغتیايي خدمات او د تعلیم امکانات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو اداره وايي چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې یې مرسته وکړه چې ۵۴ زره افغان ماشومان په پاکستان کې ابتدايي ښوونځي ته شامل شي.

په پاکستان کې افغان کډوال ماشومان
په پاکستان کې افغان کډوال ماشومان

په پاکستان کې د استوګنو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو استازې په هندي فلمونو کې تر راڅرګندېدو وروسته په افغانستان کې هم ډېرو خلکو پېژندلې ده.

ماهیره خان خپل لومړی بالیووډ فلم له شاه رخ خان سره جوړ کړ چې په هند کې یې ډېره مشهوره کړه.

په پاکستان کې يې ټلوېزیوني ډرامه (زنده‌ګي ګلزار هې) ډېر خلک ګوري.

ماهیره خان یو زوی لري او مخکې تر دې چې بالیووډ ته ولاړه شي، په امریکا کې اوسېده.

هغه ۳۴ کلنه ده او د پاکستان په کراچۍ ښار کې زېږېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (یو. اېن. اېچ. سي. ار) د هالیووډ هنرمنده انجلینا جولي هم په نړۍ کې د کډوالو لپاره د ښه نیت سفیره ټاکلې وه.

د بالیووډ هنرمنده پریانکا چوپړا هم د ملګرو ملتونو سازمان د ښه نیت سفیره ده.

XS
SM
MD
LG