د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي فرهنګي پالېسۍ پر طرحې مشورې پیل کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د جوړې شوې فرهنګي پالېسۍ پر طرحې مشورې پیل کړې دي.

د فرهنګي میراثونو ساتل، د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی، ژبه، فرهنګي تنوع، کتاب، کتابتون، فلم او داسې نور هغه فرهنګي موارد دي چې په نوې جوړې شوې فرهنګي طرحه کې ځای شوي او د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له‌خوا د فرهنګي چارو د متخصصینو مشورو ته وړاندې شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، د دغې فرهنګي پالېسۍ طرحه په وروستیو کلونو کې د وزارت د مسلکي ټیم له‌خوا جوړه شوې او لازمه وګڼل شوه چې په هکله‌يې د هېواد د پوهانو نظریات او وړاندیزونه راټول شي.

ده وویل:

"وزارت له څو لسیزو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره د ملي فرهنګي پالېسۍ مسوده ترتیب کړه او نن د بېلابېلو برخو د متخصصینو نظر غوښتنې ته وړاندې شوه، همدا اوس په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پرې کار روان دی او د دوی له نظرونو وروسته به د کابینې غونډې ته ځي او له تصویب وروسته به نافذېږي."

ښاغلي مومند وویل، پخوا تر دې د محمد ظاهر، محمد داوود او ورپسې په نورو حکومتونو کې د هېواد فرهنګي پالېسۍ جوړې شوې وې، خو په هېواد کې د روان ناوړه وضعیت له امله په سمه توګه پلې نه‌شوې.

د ښاغلي مومند په خبره، په نوې ملي فرهنګي پالېسۍ کې د هېواد د فرهنګ د بډاینې، پراختیا او پلي کولو لپاره ډېر ګټور موارد ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثره خلک، د ملي شورا غړي او د فرهنګي چارو پوهان له ۲۰۰۱ کال راوروسته په هېواد کې له فرهنګي فعالیتونو راضي نه‌دي او ډېری فرهنګي فعالیتونه له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼي.

د فرهنګي چارو پوهان وايي، په وروستیو کلونو کې د هېواد فرهنګي برخو ته ډېر پام نه‌دی شوی او ټینګار کوي چې وروسته له دې باید له پامه ونه‌غورځول شي.

د کابل پوهنتون استاد عبدالرزاق دوست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په خواشينۍ سره چې زموږ په هېواد کې فرهنګ ته توجه نه‌ده شوې، هر وزارت په خپل چوکاټ کې فرهنګي کمېټه لري، خو دا چې د هېواد په کچه دې یو مرکز موجود وي، داسې څه نه‌شته، که دوی کار وکړي او دا مرکز د ټول افغانستان او ټولو وزارتونو لپاره وي، دا به ښه وي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې، لوړو زده‌کړو وزارتونو او فرهنګي چارو کمېسیون ویلي چې افغانستان د ترهګرو د بریدونو تر څنګ د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو تر فرهنګي بریدونو لاندې دی او حکومت او په تېره فرهنګي ارګانونو ته په کار ده چې مخه‌یې ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د هېواد د فرهنګ خوندیتوب ته‌یې تدابیر نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG