د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

افغانستان کې هرکال تر ۳۰۰۰ ماشومان په معیوب ډول پیدا کېږي


د ډاکټرانو سپارښتنه دا ده چې د ماشومانو د سوء شکل د مخنیوي لپاره دې خلک دې له خپلو نږدې خپلوانو سره واده نه کوي.
د ډاکټرانو سپارښتنه دا ده چې د ماشومانو د سوء شکل د مخنیوي لپاره دې خلک دې له خپلو نږدې خپلوانو سره واده نه کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې هرکال له دوو تر درېیو زرو پورې ماشومان په سوء شکل پیدا کېږي.

د چارواکو په وینا دا هغه شمېرې دي چې په روغتونو کې د میندو تر مراجعې وروسته ثبت شوي دي.

ډاکټران وایي، د سوء شکل یا په معیوب ډول د ماشومانو د زېږېدو سبب تر ډېره د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه دي.

د کابل د اندراګاندي روغتون ډاکټر محمد عارف حسن زی وايي، دوی هره اوونۍ د اتو سوء شکل ماشومانو د زېږېدو راپورونه تر لاسه کوي.

هغه وویل، "د سوء شکل یا معلولو ماشومانو پیدا کېدل ډېر عوامل لري، خو یو لامل یې دا دی چې زموږ په ټولنه کې تر ډېره کورنۍ هڅه کوي چې خپل خپلوي له نږدې خپلوانو، لکه ماما زوی، کاکا زوی او یا عمه زوی ترمنځ وي چې دا لویې صحي ستونزې پیدا کوي".

همدارنګه ککړه هوا، جګړه او د مور روغتیا ته نه پاملرنه ددغې ستونزې له نورو عواملو یادېږي.

ډاکتر حسن‌زی وايي، د مور په ګېډه کې د ماشومانو د مړینې پېښې او یا په غیر طبيعي ډول د ماشومانو زېږون، لکه د لاسونو نه لرل، د پښو لنډوالی غټ او یا وړوکی سر، دا ډول پېښې مخ په ډېرېدو دي.

ککړه هوا، جګړه او د مور روغتیا ته نه پاملرنه افغانستان کې د ماشومانو د سوء شکل له نورو عواملو یادېږي.
ککړه هوا، جګړه او د مور روغتیا ته نه پاملرنه افغانستان کې د ماشومانو د سوء شکل له نورو عواملو یادېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د "امیندوارۍ، مور او ماشوم" د برخې مسوولې زلیخا انوري ازادي راډیو ته وویل، په دغه هېواد کې هرکال له دوو تر درېیو زرو ماشومان په سوء شکل پیدا کېږي.

اغلي انوري وویل، "دا پېښې ډيری له روغتونونو راپور ورکول کېږي، خو که چیرې مونږ هغه میندې هم په پام کې ونیسو چې په کورونو کې ماشومان زیږوي، دا شمېرې دوه برابره کېږي."

د ډاکټرانو سپارښتنه دا ده چې د ماشومانو د سوء شکل د مخنیوي لپاره دې خلک دې له خپلو نږدې خپلوانو سره واده نه کوي.

دېرش کلنه پلوشه چې خپل زوی یې د درملنې لپاره د کابل اندراګاندي روغتون ته راوستی ازادي راډیو ته وویل، د ماشوم سر یې له عادي اندازې غټ دی.

هغې زیاته کړه چې تردې وړاندې یې هم درې ماشوم په ورته شکل پیدا شوي وو، خو ټول یې مړه شول.

پلوشه وايي چې مېړه یې د ماما او هم د عمه زوی دی.

XS
SM
MD
LG