د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د معیوب ماشوم په پیدا کېدو، ځیني کورنۍ مور ملامتوي


په نننۍ خپرونه کې په دې خبرې کوو چې کله په یوې کورنۍ کې معیوب ماشوم پیدا شي،د کورنۍ غړي د ماشوم مور ملامتوي، دا چې ولې ماشوم سوی شکل یا معیوبه پیدا کېږي؟ علت او اسباب یې څه دي؟ او د حمل په جریان کې باید مور کوم ټکي په پام کې ونیسي چې ماشوم یې صحتمنده پیدا شي.

زموږ په ټولنه کې په ځانګړې توګه په لېرو پرتو سیمو کې داسې دود دی چې کله یوه مور حمل ولري، د امیدوارۍ په جریان کې حتی یو ځل هم ډاکتر ته نه ورځي او هغه سپارښتنې چې باید یوه مېرمن یې د حمل په جریان کې له ډاکترې تر لاسه کړي دوی ورنه بې خبره وي، نو که یوه مور د حمل په جریان کې کم خونه شي، ویټامینونه یې کم وي او یا په خپل سر داررو درمل وکاروي دا ټول د دې باعث کېږي چې یوه مور معیوبه او ناروغ ماشوم وزېږوي، ډاکټران وایي، د خپلوانو ترمنځ واده هم کېدای شي د دې باعث شي چې ماشومان سوی شکله یا معیوبه پیدا شي.

اکثرا لېدل شوي که په یوه کور کې مېرمن معیوبه ماشوم وزېږوي، ټوله ګناه پر مور ور اچول کېږي،د کورنۍ غړي پیغور ورکوي او په دې خاطر چې معیوبه ماشوم یې زېږولی تل یې رټي، د ننګرهار اوسېدونکې عادله وایي، دې یې د کاکا له زوی سره واده کړی اوس یې ماشومان معیوبه پیدا کېږي نو د کورنۍ غړې یې دا ملامتوي او تل ورته سپکې سپورې وایي.

خدیجه چې په یوې لرې پرتې سیمه کې قابله ده وایي، کله چې ماشوم معیوبه پیدا شي کورنۍ یې مور ګرمه بولي، نوموړې د خپلې یوې ناروغې کیسه کوي چې خواښې یې د معیوبه ماشوم تر پیدا کېدو وروسته پیغورونه ورکول او دایې ملامته ګڼله.

دا چې یوه مور ولې سوی شکل یا معیوبه ماشوم زېږوي نسایې ولادي ډاکتره فریده امرخېل یې د یو څو عواملو یادونه کوي.

ډاکټر امرخېل د معیوبه ماشومانو د پیدا کېدو یو لوی لامل د حمل په جریان کې د مور لخوا په خپل سر د دارودرملو کارول یادوي وایي، د امیدوارۍ په وخت کې باید مور هیڅ درمل د ډاکتر له مشورې پرته ونه خوري.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:24 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG