د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

زلمي خلیلزاد او طالب استازو په اسلام اباد کې سره لیدلي


د طالبانو د پلاوي دوو غړو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نومونه یې په ډاګه شي، نیویارک ټایمز ته ویلي چې د خلیلزاد او البانو ترمنځ دغه خبرې غیر رسمي وې.
د طالبانو د پلاوي دوو غړو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نومونه یې په ډاګه شي، نیویارک ټایمز ته ویلي چې د خلیلزاد او البانو ترمنځ دغه خبرې غیر رسمي وې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تر لغوه کېدو څه کم یوه میاشت وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

زلمي خلیلزاد او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر ترمنځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شوې لیدنې جزئیات لا نه دي رابرسېره شوي.

دا د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، لومړی ځل دی چې خلیلزاد بیا د طالبانو له استازیو سره ګوري.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د طالبانو ویندویانو په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو د طالبانو یو شمېر مشرانو د دواړو لوریو ترمنځ د جمعې د ورځې کتنه چې لومړی ځل یې خبر رویټرز خبري آژانس ورکړی و، تایید کړې ده.

د طالبانو د پلاوي دوو غړو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نومونه یې په ډاګه شي، نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ دغه خبرې غیر رسمي وې او هغه د سولې د خبرو د نوي پړاو چې ښایي په راتلونکې کې ترسره شي، د پیلیدو څرګندونه نه کوي.

اسلام اباد ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري د طالبانو مرستیال مشر او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر کوي چې له خلیلزاد سره یې څو ځلې کتلي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ تر نهه پړاو خبرو وروسته دواړه لوري په اصولو کې یوې موافقې ته ورسېدل، خو ډونالد ټرمپ دا مذاکرات د سپټمبر په ۸مه لغوه کړل.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ تر نهه پړاو خبرو وروسته دواړه لوري په اصولو کې یوې موافقې ته ورسېدل، خو ډونالد ټرمپ دا مذاکرات د سپټمبر په ۸مه لغوه کړل.

د طالبانو د پلاوي دغو دوو غړیو په اسلام اباد کې د ښاغلي خلیلزاد او ملا برادر ترمنځ د خبرو په اړه نورجزئیات نه دي ورکړي، خو د دواړو لوریو ترمنځ دغه کتنه ځکه د اهمیت وړده چې د امریکا د ولسمشر لخوا د سپټمبر په ۸مه له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کولو تر اعلان وروسته ترسره کېږي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړي، خو داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي استازي یې تراوسه دغه هڅې نه دي درولي.

ښاغلي خلیلزاد اسلام اباد ته تر سفر مخکې هم تېره اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره خبرې کړې وې.

ایا د خلیلزاد دغه هڅې د دې ښکارندويي کوي چې د امریکا متحدو ایالتونو له طالبانو سره د خبرو دروازه د تل لپاره نه ده تړلې، د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه ودیرصافی وایي، هرکله چې د سولې یو پروګرام پیلیږي، که هغه په هرعلت ځڼدول کیږي یا درول کیږي، د ډیپلوماسۍ د اصولو له مخې هغه به هرو مرو یوه ورځ بېرته پیلیږي.

ښاغلي صافي وویل: "اصلي خبره داده چې دوه جنجالي ډلې یا حکومتونه چې د سولې لپاره کیني او یوه مقطع کې مذاکرات یوه خوا قطع کوي، دا معنا نه لري چې دا بالکل داسې قطع شول چې بیا به پیل نشي، کیدای شي پر سبا یا بل سبا یې یا له یوې مودې وروسته بیرته پیل شي. یوشمېرهېوادونه هم منځګړیتوب کوي چې دوی د سولې په خاطر بیرته خبرې پیل کړي."

نیویارک ټایمز د طالبانو د سرچینو په حواله دغه راز خبرورکړی چې خلیلزاد په اسلام آباد کې یوځل نه، بلکه څو ځلې د طالبانو له پلاوي سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.

دغې ورځپاڼې همداشان د طالبانو د یوه پخواني غړي سید اکبرآغا هغه خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي، د دغې کتنې پر مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم په اسلام آباد کې و، خو دده په وینا دا نه ده روښانه چې ایا هغه هم په دې لیدنو کې برخه اخیستې وه کنه؟

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند ډګروال سونی لیګیت نیویارک ټایمز ته د میلر د سفر په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني وړاندې ویلي چې طالبانو سره واقعي سوله هغه مهال ترلاسه کېږي چې دغه ډله تاوتریخوالی ودروي او د افغانستان له دولت سره خبرو ته چمتو شي.
ولسمشر اشرف غني وړاندې ویلي چې طالبانو سره واقعي سوله هغه مهال ترلاسه کېږي چې دغه ډله تاوتریخوالی ودروي او د افغانستان له دولت سره خبرو ته چمتو شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د تیرې چهارشنبې په ورځ پاکستان ته رسیدلی او د هغه هېواد له جګپوړو چارواکو سره یې هم د افغانستان د سولې په تړاو لیدنې کتنې ترسره کړي.

د نیویارک ټایمز په وینا د طالبانو ترڅنګ چې له امریکا سره بیرته د سولې د خبرو د پیلیدو غوښتونکي دي، پاکستاني چارواکو هم له واشنګټن څخه غوښتي چې په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې له سره پیل کړي.

مخکې له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د سولې پروسه ودروي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د نهه پړاو خبرو په نتیجه کې دواړه لوري په اصولوکې یوې هوکړې ته رسېدلي وو.

له افغانستانه په تدریجي ډول د امریکايي ځواکونو وتل، د طالبانو له خوا د دې مسلي یقیني کول چې امریکا او متحدینو ته به یې د افغانستان له خاورې ګواښ نه متوجه کیږي، د بین الافغاني خبرو پيل او یو پراخ اوربند یې څلور اصلي موضوعات وو.

دغه موافقه لاسلیکېدو ته نزدې وه خو د ولسمشر ټرمپ له هغه اعلان سره چې په کابل کې د طالبانو له خوا تر یوې حملې وروسته یې د سولې خبرې لغوه کړې، هغه هم باطله شوه.

د طالبانو په دې برید کې د یوه امریکایي سرتیري په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG