د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کابل له طالبانو سره د سولې خبرو بیا پیلېدو په لټه کې دی


د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي وويل، ټولې هڅې پر دې راڅرخي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيم مذاکرات پيل شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي وويل، ټولې هڅې پر دې راڅرخي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيم مذاکرات پيل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دولت او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو د پيل لپاره د سيمې او نړۍ په سطحه هڅې چټکې شوې دي.

بلخوا د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د افغانانو په رهبرۍ د سولې پروسې پر مسئلې خبرې وکړې.

حکومت تمه لري، د سولې هغه مذاکرات چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کې په ټپه ودرېدې، اوس بېرته له سره پيل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د سيمې او نړۍ له ځينو بانفوذه هېوادونو سره په دې اړه بحثونه روان دي؛ خو دغه وزارت نه وايي، چې دغه بحثونه کله پيل شوي او دا کوم هېوادونه دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي، تېره شپه (میزان ۹مه) ازادۍ راډيو ته وويل، ټولې هڅې پر دې راڅرخي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيم مذاکرات پيل شي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: "د افغانستان د سولې په اړه د سيمې او نړۍ په ځينو هېوادونو کې تحرکات پيل شوي دي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د زمينې برابرېدو لپاره د نړۍ او سيمې د اغېزناکو هېوادونو ترمنځ مذاکرې پيل شوې دي."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ تر نهه پړاو خبرو وروسته دواړه لوري په اصولو کې یوې موافقې ته ورسېدل، خو ډونالډ ټرمپ دا مذاکرات د سپټمبر په ۸مه لغوه کړې.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ تر نهه پړاو خبرو وروسته دواړه لوري په اصولو کې یوې موافقې ته ورسېدل، خو ډونالډ ټرمپ دا مذاکرات د سپټمبر په ۸مه لغوه کړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په ۸مه د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د په ټپه درېدو اعلان وکړ.

دا اعلان يې وروسته له هغې وکړ چې په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان ووژل شول.

امريکايي هيئت د زلمي خليلزاد په مشرۍ د طالبانو له استازو سره د سولې مذاکرې کولې او په قطر کې د دوى نهم پړاو مذاکرې د اګست مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې پاى ته ورسېدې.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر مستقيمو خبرو، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، حمد اله محب د دوشنبې ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترش سره خبرې کړې دي.

د ملي امنيت شورا وياند، کبير حمقل تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، ښاغلي محب په دې کتنه کې ویلي چې افغانستان تل د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مالکيت د سولې د مذاکرو غوښتنه کړې ده.

"موږ په پخوانيو لسيزو او تېرو څو مياشتو کې د بين الافغاني تفاهم د نه مراعت کېدو په اړه، د خبرو اترو ناکامې لړۍ ليدلي دي. ځکه تل پر دې ټينګار کوو، چې په خپلو کې کښېنو او خپلې ستونزې په خپله اوارې کړو. دا خبره د ډاکټر صاحب [حمد اله] محب او د ملګرو ملتونو د سرمنشي [انتونتيو ګوتيريش] په مجلس کې هم ياده شوه. ملګرو ملتونو هم په دې اړه په وار- وار زموږ د ملاتړ غږ کړى او په دې اړه يې له موږ سره خبرې کړې دي."

خو اوس پوښتنه دا ولاړېږي، چې د سيمې او نړۍ کوم هېوادونه هڅه کوي د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ مستقيمو خبرو ته زمينه برابره کړي؟

د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستيال حکمت اعظمي وايي، د ده په باور په دغو هېوادونو کې چين او پاکستان هم شامل دي. ښاغلي اعظمي وویل، پاکستان د ټولو نورو هېوادونو په پرتله پر طالبانو ډېر نفوذلري.

"په دويمه درجه کې چين دى، بيا روسيه او ايران راځي، وروسته ازبکستان او د سيمې نور هېوادونه يادولاى شو، چې له طالبانو سره ښې اړيکې لري او ځينې يې بهتره نفوذ ورباندې لري."

هغه وویل، کابل ته پکار ده له هغو هېوادونو سره چې پر طالبانو نفوذ لري، بهتره او قوي تفاهم ورسره ولري، څو وکړاى شي د هغوی په واسطه طالبان له دولت سره مستقيمو مذاکرو ته راوبولي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته غاړه نه ده ايښې.

وروسته له هغه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې لغوه شوې، د طالبانو استازو د سيمې ځينو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو يوه هيئت د سپټمبر په ١٣ مه په مسکو کې له روسي چارواکو سره خبرې وکړې.

د خبري اژانسونو په حواله، د طالبانو يوه څلورکسيز هيئت د سپټمبر په ١٦مه په تهران کې له ايراني چارواکو سره وکتل او د طالبانو يوه نهه کسيز هيئت د سپټمبر په ٢٢مه په پيکنګ کې له چينايي چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG