د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

ټرمپ: د ترهګرۍ تر له‌منځه تللو افغانستان سره زموږ همکاري دوام کوي


ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م اجلاس ته په وینا کې د افغانستان په اړه ډېرې لنډې خبرې وکړې.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م اجلاس ته په وینا کې د افغانستان په اړه ډېرې لنډې خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ثبات په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، متحده ایالات له خپلو افغان شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م عمومي اسامبله ته په وینا کې د افغانستان په اړه ډېرې لنډې خبرې وکړې.

خو نوموړي پیغام ورکړ چې ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف به په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل، متحده ایالات د افغانستان خلکو ته یو ښه او هوسا راتلونکې غواړي.

هغه زیاته کړه: "زما اداره په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هیلې پیاوړې کوي. له بده مرغه چې طالبانو د وحشیانه حملو لاره خپله کړې ده. موږ په افغانستان کې تر هغه خپلو ائتلافي شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو، ترڅو چې ترهګري له‌منځه نه‌وي تللې. د یوې واقعي سولې لپاره به کله هم خپلې هڅې ونه‌دروو."

د امریکا ولسمشر د سپټمبر په اتمه نېټه طالبانو سره د واشنګټن مذاکرات لغوه کړل او د دغې ډلې پر وړاندې یې د حملو د زیاتېدو خبرداری ورکړ. هغه بیا هم وویل چې طالبانو سره خبرې منتفي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ په ۱۰ میاشتو کې نهه پړاوه خبرې د دې لامل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو په ګډون، د افغانستان ډېری اوسېدونکي داسې وانګېري چې د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې خنډ موجود دی.

یو شمېر نوماندانو حتی هېڅ ډول کمپایني غونډه نه‌درلوده او دا شعار یې ورکړ چې پر انتخاباتو سولې ته ترجیح ورکوي.

خو خبره بل ډول شوه او طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه د ډونالد ټرمپ له ټوېټونو سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او څو تنه نورو نوماندانو خپل انتخاباتي کمپاینونه پراخ کړل.

د امریکا ولسمشر د تېرې شپې په وینا کې، په افغانستان کې د خپلو ائتلافي شریکانو سره د همکارۍ په اړه وویل، خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا هغه ظاهراً د افغانستان راتلونکي حکومت ته اشاره درلوده؟

د سیاسی چارو پوه سید داوود وايي، له افغانستان سره د امریکا د همکاریو دوام د روانې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو په روڼوالي پورې تړلی دی.

هغه وویل: "ښاغلی ټرمپ څو ورځې نور هم هغه څه ته چې د افغانستان حکومت پرې ټینګار درلود، یعنې د سولې پر وړاندې یې انتخاباتو ته ترجیح ورکوله انتظار باسي، امریکا ګوري چې افغان حکومت ټول منلي او راڼه انتخابات ترسره کولای شي که نه، که دا شان انتخابات وشي او منتخب حکومت رامنځته شي، طبیعي ده چې امریکا به ورسره همکاري وکړي."

د سیاسی چارو پوه حاجي سید داوود وايي، له افغانستان سره د امریکا د همکاریو دوام د روانې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو په روڼوالي پورې تړلی دی.
د سیاسی چارو پوه حاجي سید داوود وايي، له افغانستان سره د امریکا د همکاریو دوام د روانې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو په روڼوالي پورې تړلی دی.

خو ښاغلی داوود وايي، که چېرې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات بیا هم له ستونزو او احتمالي بحران سره مخامخ شي، هغه مهال ښايي د امریکا متحده ایالات خپلې همکارۍ ودروي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ څلورم ځل انتخاباتو ته دوه ورځې پاتې دي. نن د ټاکنیز کمپاین دوه میاشتنۍ موده هم پای ته رسېږي.

ښايي ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو له امله د ملګرو ملتونو په ۷۴م عمومي اسامبله کې ګډون ونه‌کړ او پر ځای یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې خپلې انتخاباتي مبارزې ترسره کړې.

په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان یا تلې په ۶مه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG