د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د نړیوالو ورځپاڼو له نظره


ټايم:

له امريکا خپرېدونکې ټايم اوونيزې مجلې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه مفصله ليکنه خپره کړې ده.

مجلې د انتخاباتو پر مهال امنيتي تدابيرو ته اشاره کړې چې په لسګونو زره پوليس، د ملي امنيت او ملي اردو سرتېري د ٤٩٤٢ انتخاباتي مرکزونو د خونديتوب لپاره ګمارل شوي وو.

د مجلې په باور، د شنبې ورځې انتخاباتو لپاره کمپاينونه ځکه پڅ روان وو چې ټولو کانديدانو تمه درلوده چې د امريکا متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې کومه موافقه وشي او دا موافقه ښايي د ټاکنو د ځنډ سبب شي.

ټايم مجله ليکي، خو د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر مياشتې په اوومه اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې موافقه چې نږدې وه ورباندې سلا وشي، نوره ختمه شوې ده.

دا اعلان يې وروسته له هغې وکړ چې په کابل کې په يوه چاودنه کې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف د دوو سرتېرو په ګډون چې يو يې امريکايي و، ١٢ کسان ووژل شول.

د ليکنې په يوه برخه کې د ٦٣ کلن احمد خان خبرې را اخيستل شوي چې د رأيې ورکولو پر وخت يې ويلي: دا يوازنۍ لار ده چې طالبانو ته ثابته شي چې خلک ورڅخه نه ويرېږي او رأيه ورکوي.

ګارډين:

بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين هم د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه په يوه ليکنه کې ويلي، افراطي وسله والو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د ټاکنو په ورځ ځينې حملې وکړې چې ځينو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د ورځپاڼې په ليکنه، طالبانو د انتخاباتو پر مهال د ناامنيو د ايجاد خبردارى په داسې حال کې ورکړ چې څو اوونۍ مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې لغوه شوې.

ګارډين ليکلي چې رأيه ورکوونکو د انتخاباتو په ورځ د رأيې ورکولو په مرکزونو کې د حکومتولۍ پر کمزورۍ، اداري فساد او روان بحران انتقادونه کول.

د ليکنې په حواله، د ولسمشرۍ ټاکنو نهايي نتايج ښايي په راروانو درېيو اوونيو کې اعلان شي او هر کانديد د بريا لپاره تر ٥٠ فيصده زياتو رأيو ته اړتيا لري.

بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين اندېښنه ښوولې چې له نيمګړتياوو ډک انتخابات او لانجمن نتايج يې ښايي په افغانستان کې د لا نور کړکېچ سبب شي.

په ليکنه کې د انتخاباتو په ورځ د ځينو ستونزو يادونه شوې چې د رأيې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د رأيې ورکوونکو فهرست نيمګړى و، په ځينو کې د بايومټريک دستګاوو کار نه کاوه، يا هم په ځينو مواردو کې د انتخاباتو کارکوونکو له خلکو سره ناوړه چلند کاوه.

دا له کله چې په ٢٠٠١ میلادي کال کې د طالبانو نظام پرځول شوى، په افغانستان کې د جمهوري رياست څلورم انتخابات وو.

ولسمشر محمد اشرف غني دا انتخابات مهم ګڼلي وو، څو په افغانستان کې داسې څوک واک ته ورسوي چې د رقيبو سياسي ډلو ترمنځ د مذاکرو مشري پر غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG