د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ایا حکمتیار رښتیا هم پر تذکرې له سټیکر لګولو پرته رأیه ورکړې؟


د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، له نوم لیکنې او پر تذکرې له سټیکر لګولو پرته یې رایه ورکړې ده.

ښاغلي حکمتیار نن سهار (میزان ۶مه) صندوق ته د رای پاڼې تر اچولو وروسته خبریالانو ته وویل، ده او دده د کورنۍ یوه غړي هم پر خپلو تذکرو سټیکر نه دی لګولی.

د هغه په باور، هر څوک چې د افغانستان تذکره لري، باید په ټاکنو کې د رای ورکونې حق ولري.

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند همداراز ادعا وکړه چې سټیکر د تقلب وسیله ده او هدف یې دا دی چې په ځینو سیمو کې خلک له رای ورکونې محروم کړي.

د ښاغلي حکمتیار څرګندونو ته د ټاکنو څارونکو ادارو غبرګون ښوولی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، که حکمتیار او ملګرو يې له سټیکر پرته رای ورکړي وي، باید باطلې شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه: "دغه چلند یې د انتخاباتي قوانینو او روحیې خلاف دی. دا په څرګنده ویل شوي چې رأی ورکوونکی د ثبت شوي لیست پر اساس رأی ورکولی شي. دا چې حکمتیار نوم نه دی ثبت کړی او تذکرې یې سټیکر نه درلود او رایه یې ورکړې، فکر کوم په دې برخه کې یو څرګند تبعیض دی."

خو د ټاکنو کمیسیون چارواکي د ګلبدین حکمتیار ادعاوې ردوي.

ددغه کمیسیون یوه چارواکي وویل، ښاغلي حکمتیار د کابل په جبیبیې لېسه کې نوم لیکنه کړې وه او پر تذکرې یې سټیکر لګول شوی و.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې د نوموړي پر تذکرې د ۱۵۶۷۲۴۰۳ شمېرې لرونکی سټیکر لګول شوی دی.

د ټاکنو کمیسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله وویل چې امکان نه لري نوموړی دې پر خپلې تذکرې له سټیکر لګولو پرته د کاندید په توګه نوم لیکنه کړې وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، یوازې هغه کسان په ټاکنو کې د رأی ورکولو حق لري چې وړاندې یې خپل نومونه ثبت کړي او پر خپلو تذکرو یې سټیکرونه لګولي دي.

د ټاکنو کمېسیون څو میاشتې وړاندې په شرایطو د برابرو کسانو لپاره د نوم لیکنې تقویتي پروګرام پيل کړ او هغه کسان چې په بېلابېلو لایلو نه وو توانېدلي چې تېر کال د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال نوملیکنه وکړي، خپل نومونه ثبت کړي.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان کې له ټاکنو وړاندې د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کېږي.

د تېر کال د میزان ۲۸مې د ولسي جرګې ټاکنې هم په همدې معیار ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې چا چې نوملیکنه نه وي کړي، که څه هم په شرایطو برابر وي، د رأی ورکونې له حقه محرومېږي.

XS
SM
MD
LG