د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

خلیلزاد پرون د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته احضار شوی و


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد پرون د سپټمبر په نولسمه د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور احضار شوی و.

خو د سوالونو او ځوابونو دا مجلس د بندو دروازو شاته و.

تر هغه وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرسته مرستیاله اليس وېلز د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته حاضره شوه او په افغانستان کې د سولې په ارتباط د شویو پرمختګونو په اړه یې معلومات ورکړل.

د اليس وېلز د خبرو جریان علني و او د کانګرس په وېبپاڼه يې جریان لایف یا په مستقیم ډول خپرېده.

هغې وویل چې په وروستیو دولسو میاشتو کې په افغانستان کې د سولې پر لور د پام وړ پرمختګ شوی دی.

خو ويې نه ویل چې له طالبانو سره به د امریکا د سولې مذاکرې بیا پیل شي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرسته مرستیاله الیس وېلز
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرسته مرستیاله الیس وېلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الیس وېلز پرون د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي او ویې ویل چې په وروستي یوه کال کې زیات پرمختګ شوی دی.

الیس وېلز وویل، د هغو مسئلو جزیات نه شي څرګندولی چې مذاکره ورباندې شوې.

خو د کانګرس غړو ته یې ډاډ ورکړ چې هر څه پر شرایطو تړاو لري.

اليس وېلز زیاته کړه: د جوړجاړي له لارې داسې سیاسي توافق چې زیاتو افغانانو ته د منلو وړ وي، د دوامدارې سولې لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.

د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر الیوت انګل وویل چې د افغانستان حکومت او طالبان باید د ښه نیت پر اساس په داسې پروسه کې شامل شي چې د ټولو افغانانو ترمنځ روغې جوړې ته لاره برابره کړي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر الیوت انګل
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر الیوت انګل

الیوت انګل ډموکرات او د نیویارک استازی دی.

هغه وویل، د افغانستان د سولې په تړاو لا هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي او له دې سره چې ولسمشر ټرمپ پروسه لغوه کړه، نه پوهېږي چې له دې ځایه به پر کوم لور حرکت کوي.

الیوت انګل وویل: حقیقت دا دی چې تر اتلس کاله جګړې وروسته طالبان لا هم شته، موږ متاسفانه باید له دې حقیقته سترګې پټې نه کړو، دا خبره هم سمه ده چې تاسو سوله له دوست سره نه کوئ، باور وکړئ چې د بیا لپاره لاهم زمینه شته، طالبان غواړي چې زموږ عسکر له افغانستانه ووځي او موږ هم غواړو چې خپل عسکر کور ته ستانه کړو.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په نهمه نېټه وویل چې له طالبانو سره مذاکرې لغوه شوې.

ډونالد ټرمپ له طالبانو سره مذاکرې د کابل په دوهمو مکروریانو کې تر حملې وروسته لغوه کړې چې زیات شمېر افغانان او یو امریکايي عسکر په کې ووژل شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد په غیر مترقبه ډول د سپټمبر په پنځمه نېټه له کابله قطر ته ولاړ او بیا واشنګټن ته ستون شو.

دا لا نه ده څرګنده چې زلمي خلیلزاد پرون د بندو دروازو شاته د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته څه ویلي دي.

دا هم نه ده جوته شوې چې د خلیلزاد د احضار غونډه ولې د بندو دروازو شاته وه.

XS
SM
MD
LG