د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

کندز ښاریان: که امنیت ډاډمن نه شي، خلک ټاکنو کې رایه نه ورکوي


درې اونۍ وړاندې طالبانو د درېیم ځل لپاره د کندوز پر مرکز له څو لورو بریدونه وکړل، خو دولتی ځواکونه توانېدل طالبان په شا وتمبوي.
درې اونۍ وړاندې طالبانو د درېیم ځل لپاره د کندوز پر مرکز له څو لورو بریدونه وکړل، خو دولتی ځواکونه توانېدل طالبان په شا وتمبوي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه ورځې پاتې دي، په شمال ختیځ ښار کندز کې امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي.

د کندز ښاریان خبرداری ورکوي که امنیت ډاډمن نه شي، نو ډېر خلک به ټاکنو کې برخه وانخلي.

د کندز ښار درې اونۍ وړاندې د سقوط له ګواښ سره مخامخ و، خو دولتي ځواکونه وتوانېدل د طالبانو برید په شا وتمبوي.

د کندز ښار اوسېدونکي نقیب الله د یکشنبه په ورځ (وږي ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، طالبان لا هم د ښار په څنډو کې حضور لري او دولتي ځواکونه باید د امنیت ډاډمنولو لپاره ګام پورته کړي.

ښاغلي نقیب الله وویل: "موږ د ولسي جرګي په انتخاباتو کې د ناامنیو او د طالبانو د تحرکاتو شاهد وو او زیات شمېر خلکو ونشوای کولی رایه ورکړي. د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم خلک د ناامنیو له وېرې په ټاکنو کې برخه نه اخلی."

د کندز ښار یو بل اوسېدونکی نصیراحمد هم د تېر کال میزان میاشتې د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشارې وویل، تر پخوا وضعیت لا ډېر خراب شوی دی.

هغه وویل: "د ولسي جرګي په انتخاباتو کې طالبانو د رأی اچونې پر مرکزونو بریدونه وکړل. خلک له خپلو کورونو نشوای وتلی. اوس د کندز وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی، ځکه اوس مهال ددې ولایت زیاته سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده."

بلخوا د کندوز مدني فعالان وایي، دوی په وار وار د ددغه ولایت د ناامنی مساله راپورته کړې او له حکومتي چارواکو یې د کوټلي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې، خو حکومت ورته پام نه دی کړی.

د کندز د ولایتي شورا غړی امر الدین ولي وایي، په اوسني ناامنه وضعیت کې دغه ولایت کې د عادلانه ټاکنو ترسره کول امکان نه لري.
د کندز د ولایتي شورا غړی امر الدین ولي وایي، په اوسني ناامنه وضعیت کې دغه ولایت کې د عادلانه ټاکنو ترسره کول امکان نه لري.

په کندز کې د مدني ټولنو د شبکې رئیس عنایت الله خلیق ازادي راډیو ته وویل، د ښار امنیت ته په کتو به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وي.

ښاغلي خلیق زیاته کړه: "که د کندز روان امنیتي وضعیت ته رسېدنه ونه شي، زه فکر کوم چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ولسي جرګي په شان له ډېرو ننګونو سره مخامخ شي او پردې سربېره به انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډېر کمرنګ وي".

د کندز د ولایتي شورا غړي هم د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو اندېښنه تائیدوي.

ددغې شورا یوه غړي امر الدین ولي ازادي راډیو ته وویل، په اوسني ناامنه وضعیت کې د عادلانه ټاکنو ترسره کول امکان نه لري.

ښاغلي ولي وویل، که وضعیت بدل نه شي، نو ډېر خلک به له رأی ورکونې محروم شي.

په ورته وخت کې د کندز امنیتي چارواکي وایي، دولتي ځواکونه به د امنیت ټینګولو لپاره خپله ټوله وسه وکاروي.

د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر وایي، امنیتي ادارو د تلې ۶مې ولسشمریزو انتخاباتو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.
د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر وایي، امنیتي ادارو د تلې ۶مې ولسشمریزو انتخاباتو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پورته چمتووالی نیولی.

ښاغلي بشیر زیاته کړه: "موږ شپه ورځ هڅه کوو چې امنیت تأمین کړو او موجوده ګواښونه شنډ کړو، ترڅو انتخابات په ارامه فضا کې ترسره شي".

د کندز اوسېدونکی داسې مهال پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي چې تېر کال د میزان ۲۸ مې د ولسي جرګې ټاکنو په ورځ په کندز ښار او ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۲ کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپيان شول.

د مرګ ژوبلې ډېره برخه ولسي خلکو ته رسېدلې وه او ددې ترڅنګ ډېر خلک د ناامنیو له امله له رأی ورکونې محروم شول.

XS
SM
MD
LG