د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ځایي چارواکي: افغان ځواکونو د کندز خان اباد ولسوالي بېرته ونېوله


په کندز کې افغان ځواکونه
په کندز کې افغان ځواکونه

د کندز د خان اباد ولسوالۍ چارواکي وايي چې د تازه دمو امنیتي ځواکونو په ورسېدو سره دوی بېرته د ولسوالی ودانۍ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ونېولې او دمګړۍ جګړه د خان اباد ښار په بندر شورآب او ملا غلام سیمو کې جریان لري.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ، د تازه دمو ځواکونو په ورسېدو سره دوی وتوانېدل چې د ولسوالۍ ودانۍ او د امنيې قوماندانې ودانۍ وروسته له دوه ساعت سقوطه بېرته له وسله والو طالبانو ونیسي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: یو ساعت مخکې موږ عملیات پیل کړل او په پایله کې یې وتوانېدو چې د ولسوالۍ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ بېرته ونيسو او هلته مو تازه ځواکونه ځای پرځای کړل او زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

په کندز کې افغان ځواکونه
په کندز کې افغان ځواکونه

ښاغلی امیري پر حکومت غږ کوي چې دغې ولسوالۍ ته نور تازه دمه ځواکونه ور ولېږې، ترڅو د ښار شااوخوا نږدې څنډې د وسله والو طالبانو له حضوره پاکې کړي.

بل خوا د خان ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغې جګړې له کبله زیات شمېر کورنۍ له خپلو کورونو وتلي او اوس مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغې ولسوالۍ دوه تنو اوسېدونکو اسدالله او عبدالبصیر ازادي راډيو ته وویل:

"خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیات شمېر کورنۍ له خپلو مېنو ووتل، ځکه درنه جګړه وه او دامهال خلک له سختو ستونزو سره مخ دي."

"وروره دا ټول ظلم او بدمرغي پر دې ملت باندې ده او چارواکو د خلکو وژلو ته یو چل جوړ کړی دی، خلک ټول وږي او تږي دي او ټول له خپلو ماشومانو سره په کورونو کې بند پاتې دي."

ارشیف
ارشیف

خو تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوموړې ولسوالي درې کال مخکې هم د څو ساعتونو لپاره د وسله طالبانو په لاس سقوط کړی و.

د خان اباد ولسوالۍ د ۱۷ کلیومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار ختیځ لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت له لویو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي او د کندز– تخار عمومي لاره هم پر همدې ولسوالۍ غځېدلې او سربېره پر دې، دغه ولسوالي د کندز له آقتاش او علي اباد ولسوالیو او دغه راز د تخار ولایت له اشکمش او بنګي ولسوالیو سره پوله لري.

XS
SM
MD
LG