د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د ټرمپ پر خبرو د افغان حکومت تأیید؛ "د طالبانو نومول شوي والیان او مشران‌ مو وژلي"


په فراه کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د عملیاتو لړۍ (د ارشیف انځور)
په فراه کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د عملیاتو لړۍ (د ارشیف انځور)

افغان حکومت د طالبانو د بې‌ساري ځپلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې تأییدوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو د نومول شويو والیانو او د دغې ډلې د استخباراتي مشرانو په وژلو سره‌یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي د طالبانو پر وړاندې ډېری عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له لوري شوي.

صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل: "اکثریت ستر عملیاتونه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ترسره کېږي، طالبانو ته په دې تېرو څو میاشتو کې چې دوی خپلې حملې زیاتې کړې وې، دوی له سختو تلفاتو سره مخ شول او دا فیصدي لوړه ده، د طالبانو رهبران، نومول شوي والیان او استخباراتي مشران‌یې په نښه شوي او له‌منځه تللي دي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي؛ "د طالبانو رهبران، نومول شوي والیان او استخباراتي مشران‌یې په نښه شوي"
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي؛ "د طالبانو رهبران، نومول شوي والیان او استخباراتي مشران‌یې په نښه شوي"

ښاغلی صدیقي د وژل شویو طالبانو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو په ازرګان، فراه، هلمند، بدخشان، کندز او غزني ولایتونو کې یې دوی ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ماښام پر ټویټرپاڼه ولیکل چې په تېرو څلورو ورځو کې یې دښمن ته دومره ګوزار ورکړی چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې نه‌و ورکړی.

په ورته وخت کې په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت دفتر ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې ناټو هڅه کوي، افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال ترورېزم سره په مبارزه کې لا زیات پیاوړي کړي، د دې لپاره چې د افغان سولې زمینه برابره شي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ امریکايي رسنیو سره په خبرو کې هم ویلي وو چې امریکا به پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی او د ده په خبره یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان په جګړو کې وژل شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر ټرمپ خبرې ردوي او وایي چې په تېرو څو ورځو کې یې د بهرنیو ځواکونو په ګډون لسګونه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نړیوالو چارو پوه هارون میر بیا وایي چې که څه هم دواړه خواوې "امریکا او طالبان" هڅه کوي چې فشار وارد کړي، خو د افغان کشالې د حل یوازنۍ لار بین‌الافغاني مذاکرات دي.

هغوی [طالبان] فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي.

ښاغلی میر زیاتوي: "اوس په افغانستان کې دا یو نوی حالت دی، پرته له شک نه چې دواړه اړخونه خپل فشارونه زیاتوي، خو یو څه واضح او ښکاره ده چې په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره له سیاسي لارې د سولې خبرې اترې دي، زه په دې باور یم چې د تاوتریخوالي په تشدید لا هم د مذاکراتو ور خلاص دی."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالبانو د پنجشنبې ورځې تر ځانمرګي برید وروسته په یوه بېړني اقدام کې د شنبې ماښام ناوخته د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کې یې د سولې خبرې ودرولې. په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

په پام کې وه ښاغلی ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په استراحت ځای یا کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او همداراز له ولسمشر اشرف غني سره وویني.

د امریکا او طالبانو خبرې بیا کېدای شي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۰۹» په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دغه مذاکرات له‌منځه تللي.

ټرمپ زیاتوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کول‌یې خپله پرېکړه وه: "تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې له‌منځه تللي دي. هغوی [طالبان] فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل. دا کار زما سره نه‌شي کولای، ځکه هغسې چې زه پوهېږم، خبرې له‌منځه تللې دي."

د امریکا ولسمشر په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې ډېر جعلي راپورونه خپاره شوي چې ګواکې ده خپل مرستیال او سلاکاران په کمپ ډېوېډ کې د طالبانو د لیدنې په موضوع کې له پامه غورځولي دي، خو د ده په وینا دا موضوع حقیقت نه‌لري، ځکه د ده په باور هغه تل فکر کوي چې خبرې تر ټولو غوره لار ده، خو وایي په دې اړه‌یې غوره ګڼلې چې دا کار ونه‌کړي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ازادي راډیو ته ویلي چې له زلمي خلیل‌زاد سره اوس هم اړیکې شته، خو د سولې خبرې نه‌دي روانې.

د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې د خبرو یو پړاو
د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې د خبرو یو پړاو

زلمي خلیل‌زاد تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ویلو ده چې د سولې د خبرو له درېدو وروسته، افغان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې سوله له اوربند پرته امکان نه‌لري، خو یو شمېر نور سیاستوال او خلک په دې باور دي چې که دا خبرې اترې له سره پیل نه‌شي او یوې پایلې ته ونه‌رسېږي، جګړې به زور واخلي او ډېر خلک به لاهم قرباني شي.

XS
SM
MD
LG