د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د روسيې او اوکراين ترمنځ د بنديانو د تبادلې له امله د نړۍ د څو هېوادونو هرکلى


د نړۍ څو هېوادونو د روسيې او اوکراين ترمنځ د بنديانو د تبادلې هرکلى وکړ.

د روسيې او اوکراين ترمنځ پرون ٧٠ بنديان تبادله شول، هغه اقدام چې لوېديځ يې هرکلى وکړ او دا يې د کييف او مسکو ترمنځ د ترينګلو اړيکو د سمولو يو چانس وباله.

په ٣٥ خوشې شويو اوکرايني بنديانو کې ٢٤ تنه اوکرايني سرتېري دي چې تېر کال کرچ تنګي ته نږدې د روسيې له خوا نيول شوي وو.

د اوکراين ولسمشر ولادمير زيلينسکي پلازمېنې کييف ته نږدې په بوريسپيل نړيوال هوايي ډګر کې د دغو بنديانو د هرکلي پر مهال وويل، دا د ټولو بنديانو د ستنولو پر لوري يو اقدام دى.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

دی وایي: موږ به د خپلو ټولو بنديانو د ستنولو لپاره اقدامات کوو او د مينسک د موافقې په چوکاټ کې به د اوکراين د ختيځ له دوو سيمو زولوتوى او پيټروفسکوى څخه په دوو پړاوونو کې د خپلو پوځيانو وتلو ته دوام ورکوو، بيا به له ټولې سيمې پوځيان وباسو، وروسته به بشپړ اوربند او د جګړې ختمېدو ته لار هواره شي.

په خوشې شويو اوکراينيانو کې يو هم د اوله سينتوف په نوم منتقد فلم جوړوونکى دى چې د روسيې له خوا د کريميا تر اشغال وروسته د ترورېزم د تورونو په شک نيول شوى و.

سينتوف پرون بوريسپيل نړيوال هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم خبريالانو ته وويل: هيله مند يم چې د اوکراين ټول بنديان به ډېر ژر خوشې شي، خو د وروستي بندي له خوشې کېدو سره به هم جګړه ختمه نه شي، بريا لا هم لېرې ده، دښمن قوي دى او نه تر شا کېږي، خو يقيناً چې بريا به زموږ وي، بله چاره نه لرو، سرلوړى دې وي اوکراين.

د اوکراین له خوشې شویو بندیانو سره د هغو د کورنیو او خلکو هرکلی
د اوکراین له خوشې شویو بندیانو سره د هغو د کورنیو او خلکو هرکلی

په هغو ٣٥ کسانو کې چې اوکراين خوشې کړي او مسکو ته رسېدلي، د ريا نووستي خبري اژانس خبريال کيريل ويشينسکي او اوکراينى وګړى ولادمير څيماخ شامل دي.

څيماخ هغه څوک دى چې د ماليزيا هوايي شرکت د هغې الوتکې د ويشتل کېدو په قضيه کې د نړيوالو څېړنو له مخې مطلوب دى چې په ٢٠١٤ میلادي کال کې يې په نتيجه کې ٢٩٨ کسان مړه شوي وو.

هغو نړيوالو څېړنو ته په پام سره د څيماخ خوشې کېدل حساس ګڼل کېږي، ځکه ده د هغې الوتکې د ويشتل کېدو پر مهال د روس پلوه بېلتون غوښتونکو د هوايي دفاع د قطعې په قومانده کې رول درلود.

د ٢٠١٤ میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې، د اوکراين په ختيځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو او اوکرايني ځواکونو ترمنځ په جګړه کې تر ١٣٠٠٠ ډېر کسان وژل شوي دي.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د بنديانو خوشې کېدل ښه خبر بللى او دواړو هېوادونو ته يې مبارکي ورکړې ده.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

بل خوا د اوکراين لپاره د امريکا ځانګړي استازي کُرت ولکر هيله ښوولې چې د بنديانو تبادله به د اوکراين په ختيځ کې د روانې شخړې پر پاى رسېدو د مذاکرو سبب شي.

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل د بنديانو دغه تبادله هيله بخښونکې اشاره بللې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې فيدريکا موګريني د بنديانو د تبادلې د هرکلي تر څنګ له دواړو لوريو غوښتنه کړې چې دا تحول دې پياوړى کړي.

فرانسې بيا ويلې چې دغې تبادلې د دواړو لوريو ترمنځ د اعتماد ايجادېدل او په دواړه لوريو کې د مذاکرو د بيا پيل لپاره اراده په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG