د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

لویه څارنوالي ننګرهار ته د ملکیانو د وژنې د څېړنې په تړاو پلاوی استوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ژر به یو پلاوی ننګرهار ته واستوي چې په دې ولایت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.

وروسته له دې چې ولسمشر غني لوی څارنوال ته امر وکړ چې په جلال اباد کې د ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي د معلومولو لپاره څېړنې وکړي، لویې څارنوالۍ یو پلاوی د دې موضوع د څېړلو لپاره وګماره.

د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشېد رسولي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د پلاوي د تحقیقاتو نتیجه به له ولس سره شریکه شي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشېد رسولي
د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشېد رسولي

دی وایي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ د څارنوالۍ له کارکوونکو یو پلاوی ګمارلی چې د پېښې د څرنګوالي په اړه تحقیق وکړي.

ټاکل شوې ده چې پلاوی ژر ننګرهار ته لاړ شي او دا پېښه له نږدې وڅېړي او له څېړنو وروسته د خپلو موندنو نتیجې شریکې کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د ملکي وګړو له وژل کېدو وروسته د ملي امنیت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي استعفا منظوره کړه.

ښاغلی ستانکزی له ۱۳۹۵ لمریز کال راهیسې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس و.

معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی

ولسمشر پرون پنجشنبه مازیګر په ارګ کې یوې امنیتي غونډې ته وویل، د ملکیانو مرګ ژوبلې ورته د منلو نه دي او د جلال اباد پېښه باید په جدي ډول تعقیب شي.

ښاغلي غني په دغې غونډه کې چې وېډیوی یې د ولسمشرۍ په فېس‌بوک پاڼه خپره شوې، د ښاغلي ستانکزي د "مثبتو کارونو" ستاینه وکړه، خو ویې‌ویل چې په دغه مورد کې "مسؤلیت منل" اړین و.

افغان ولسمشر وویل، یوازې دا مورد نه‌دی چې په‌کې ملکي کسان وژل کېږي، بلکې نورې پېښې هم شوي چې مسؤلان نه‌دي توانېدلي مخه‌یې ونیسي.

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي چې د چهارشنبې په شپه په جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي د ملي امنیت د صفر ۲ قطعې د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

پرون د دې ښار لسګونو اوسېدونکو د قربانیانو جنازې د ننګرهار د والي دفتر ته وروړې او د دې پېښې د عاملانو د محاکمه کېدو غوښتونکي شول.

په جلال اباد کې د څلورو وروڼو د وژل کېدو پېښه په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه پیمانه منعکسه شوه او د ډېرو خلکو غوصه یې را وپاروله.

د فېسبوک ځینو کاروونکو د وژل شویو ځوانانو هغه عکسونه هم خپاره کړل چې پخوا یې له امنیتي خواکونو سره اخیستي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تراوسه پورې په ننګرهار کې د صفر ۲ قطعې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دیادونې ده چې د روانې وږي میاشتې په ۳مه د لوګر ولايتي شورا ویلي وو چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

د لوګر د د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي ازادي راډيو ته ویلي وو: دوى له هوا درې کورونه په نښه کړي، په يوه کور کې يو کس چې د موټرو پلورنځى لري شهيد شوى، په هغه کور کې ٢ ماشومان او ٢ مېرمنې ټپيان شوي، دوى تر درملنې وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.

تر دې مخکې ٢٠٣ تندر قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې د بهرنيو ځواکونو په مرسته په لوګر کې په پوځي عملياتو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

دې قول اردو ويلي چې په وژل شويو کې د مولوي محمد بشير حليم په نوم د طالبانو يو مشر هم شامل دى چې په څرخ او په وروستيو کې يې په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه وو ويلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان کال د غویي په ۳مه د تېر لمریز کال د ملکي تلفاتو د شمېرو د اعلان پرمهال ویلي وو چې د ملکي تلفاتو عاملین ۵۳ سلنه طالبان، ۱۱،۱۹ سلنه افغان او بهرني امنیتي ځواکونه، ۱۲،۵ سلنه داعش وسله‌واله ډله او د ۲۲ سلنه نور بیا نامعلوم دي.

دغه کمېسیون هغه وخت هم له حکومته غوښتنه کړې وه چې د بخښنې فرهنګ پای ته ورسوي او د ملکي تلفاتو په اړه دې خلکو ته ځواب ورکوونکي واوسي.

XS
SM
MD
LG