د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

مسؤلین: د روان کال تر اوسه په ارزګان کې ۱۰۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

روغتیايي مسؤلین وایي چې په ارزګان کې د روان کال تر دې مهاله ۱۰۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي، دا هغه کسان دي چې یوازې د مرکز ترینکوټ ښار په شااوخوا سیمو کې د جګړي پرمهال وژل شوي او یا ټپیان شوي چې زیاته برخه يې ښځې او ماشومان دي.

له دې سره په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مسؤلین هم دغلته د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه ښيي.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي بیا د دغو ملکي تلفاتو پړه پر وسله والو طالبانو ورغوځوي، خو وسله وال طالبان یې مسؤلیت د افغان او بهرنیو ځواکونو بولي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG