د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د انتخاباتي حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه د انتخاباتو د کمېسیون اندېښنه


د انتخاباتو حساس مواد
د انتخاباتو حساس مواد

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د انتخاباتي حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنه ښيي.

ولایتونو ته د حساسو انتخاباتي موادو د لېږد امنیت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولي او دا اندېښنې دغو موادو ته د سیمه ییزو زورواکو او د دولت د وسله والو مخالفینو د لاسرسي له اړخه دي.

په دې موادو کې بایومټریک دستګاوې، د رأیې ورکونې پاڼې، د رأیې ورکوونکو نوملړ او د رأیو صندوقونه شامل دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست ازادي راډیو ته وویل چې د حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه يې خپلې اندېښنې څو وارې له امنیتي بنسټونو سره شریکې کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست

دی وایي: وضعیت ډېر حساس دی، کوم مواد مو چې د ولایتي دفترونو مرکزونو ته لېږلي، له امنیتي پلوه ورته په اندېښنه کې یوو، دغه اندېښنې د هغو کسانو له امله دي چې اعلامیې يې خپرې کړي او يا د سیمه ییزو زرواکو او هغو کسانو له امله دي چې غواړي دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږې د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو په ګډون د حساسو انتخاباتي موادو استول پیل کړل.

په داسې حال کې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارېدونکو بایومټریک دستګاوو د تخنیکي ستونزې له امله بېلابېلې اندېښنې مطرح شوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د دغو دستګاوو په ګډون د نورو حساسو انتخاباتي موادو د استولو لړۍ پیل کړه.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات د وږي په اتمه د تېرې جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: ولایتونو ته د حساسو موادو د انتقال لړۍ نن پیل شوه، په لومړي سر کې به دغه مواد فراه، بادغیس او هرات ته ولېږدول شي، د بایومټریک تخنیکي ستونزه هواره شوې او درملوګ کمپنۍ یې مسؤلیت اخیستی، نوی سېستم یې راوړی او ستونزه په بشپړه توګه هواره شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم په په اتخاباتي بایومټریک دستګاوو کې بېلابېلې ستونزې موجودې وې.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رأیې اچونې په ورځ د بایومټریک د یو شمېر دستګاوو کار نه‌ کول او د کارکوونکو کمه تجربه هغه ستونزې یادې شوې وې چې د رأیې اچونې په ورځ ‌يې پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړه.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دامهال ډاډ ورکوي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغو دستګاوو ستونزه هواره شوې ده.

په ورته وخت کې يو شمېر ګوندونه او څارونکي بنسټونه خبرداری ورکوي چې که دغه مواد په ولایتي دفترونو کې خوندي نه وي، نو پراخو انتخاباتي درغلیو ته به لار هواره شي.

د انتخاباتو حساس مواد
د انتخاباتو حساس مواد

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا ویانده سمیرا رسا وايي، اوسمهال په دې اړه هېڅ ډول تضمین نه لېدل کېږي.

دې وویل: دا چې دغه مواد په ولایتي دفترونو کې د کومو کسانو له خوا ساتل کېږي، څومره خوندي او څنګه لېږل کېږي، ورته اندېښمن یوو، موږ وېره لرو چې د تېر په څېر يو ځل بیا د پراخو درغلیو شاهدان ونه اوسو، د سیمه ییز زورواکو مداخلې بله موضوع ده چې موږ ورته په اندېښه کې یوو، د دغه بهیر خوندیتوب موږ ته مهم دی، دوی باید ځواب ورکوونکي وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي دي چې ۷۲ زره امنیتي ځواکونه یې د دغه بهیر د امنیت د ټينګښت لپاره ګمارلي دي.

یو تن افغان پولیس
یو تن افغان پولیس

خو اوس باورونه دا دي چې که د دغو حساسو موادو امنیت ته سمه پاملرنه ونشي، نو د ټاکنو شفافیت به تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۸ کال په انتخاباتو کې د کوچیانو او سېکهانو په شمول نهه میلیونه، شپږ لکه او ۶۵ زره ۷۴۵ په شرایطو برابر کسان ګډون کولی شي.

د دغه کمېسیون چارواکو د «۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۷مه» په یوه علني غونډه کې دغه شمېرې تصویب کړې او ویې‌ ویل چې په دغو کسانو کې ۶۳۳۱۵۱۵ نارینه او ۳۳۳۴۲۳۰ ښځې شامل دي.

XS
SM
MD
LG