د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشریزو انتخاباتو ځیني حساس مواد کمېسیون ته رسېدلي


ارشیف، د انتخاباتو صندوقونه
ارشیف، د انتخاباتو صندوقونه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومیټریک په ګډون د انتخاباتو ځیني حساس مواد کمېسیون ته رسېدلي او نور به هم ډېر ژر ور ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له انتخاباتي مهالوېش سره سم یې کار پر مخ روان دی او په نږدې ورځو کې به ټول حساس مواد کمېسیون ته ور وسپارل شي.

د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د بایوميټریک ۱۷ زره دستګاوې کمېسیون ته وسپارل شوې چې ورسره دغه پروسه بشپړه شوه.

ده وویل: په حساسو موادو کې بایوميټریک بشپړ شوی او د نیمايي ولایتونو رأیې پاڼې چاپ شوې، پاتې به هم ژر چاپ شي، د رأیې ورکوونکو لېستونه به هم ژر بشپړ شي او چاپ به شي.

په انتخاباتو کې حساس مواد هغه دي چې د انتخاباتو د رأیو پر پایلو مستقیم تاثیر لري، لکه رنګ، د رأیې ورکوونکو لېست، بایومیټریک او د پایلو د درج پاڼې.

ارشیف، د انتخاباتو لپاره ځانګړی رنګ
ارشیف، د انتخاباتو لپاره ځانګړی رنګ

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له انتخاباتي مهالوېش سره سم به دغه مواد د دفاع وزارت په همکارۍ لومړی د انتخاباتو ولایتي دفترونو، بیا ولسوالیو او له انتخاباتو وړاندې په کمه موده کې به مرکزونه ته ولېږدول شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کېږي او شااوخوا څوارلس ورځې کېږي چې کمپاینونه ورته پیل شوي او نږدې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.

دا کمپاینونه داسې مهال روان دي چې د اتلسو کاندیدانو له ډلې زلمی رسول د ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه تېر شو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، د کمېسیون د پرېکړې له مخې د هر تېرېدونکي کاندید رأیه نه شمېرل کېږي او یو میلیون افغانۍ چې د تضمین په ډول یې له کمېسیون سره ایښي دي، بېرته کاندید ته نه ورکول کېږي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د حساسو موادو د نږدې بشپړېدو له پروسې هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې دغه مواد باید خوندي وساتل شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: زموږ غوښتنه دا ده چې کمېسیون د کورنیو چارو وزارت په ګډون له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ او همغږۍ هر ولایت ته چې مواد استوي، د موادو خوندیتوب ته باید پام وکړي، څو غلا نه شي او لاس په کې ونه وهل شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلی رشید زیاتوي، د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو حساس مواد خوندي نه وو ساتل شوي، نو ځکه یې هم ستونزې رامنځته کړې.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له تېرو تېروتنو یې تجربه اخیستې او دغه مواد به د کډ پلاوي په څار خوندي وساتي او جدي پام به ورته وکړي.

XS
SM
MD
LG