افغانستان
دوحه کې د قطر او جرمني په کوربهتوب «بين الافغاني» غونډه پيل شوې

په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه توب «بين الافغاني» غونډه چې د طالبانو کرکچیان هم پکې شامل دي، پيل شوې ده.
له کابله پهدې غونډه کې د ګډون لپاره په لسګونو سياستوال، مدني فعالان، پخوانۍ جهادي څېرې او ښځې ورغلي دي.
د امريکا د متحدو ايالاتونو او طالبانو استازو ويلي چې په قطر کې يې د سولې اووم پړاو خبرې د بين الافغاني خبرو له کبله ځنډول شوي دي.
د قطر او جرمني په کوربهتوب دغه خبرې د جرمني د يوه بنسټ لهخوا تنظيمې شوې دي.
د دغو خبرو يو برخهوال په پاکستان کې د افغانستان پخوانى سفير عمر زاخېلوال دى. نوموړي دا خبرې مهمې وبللې دي.
نوموړی وايي:"بین الافغاني خبرې چې د حکومت په ګډون به د بیلابیلو اړخونو استازي ګډون پکې ولري، د امریکا او طالبانو د خبرو نهايي کولو او بین الافغاني مذاکراتو ته امکان برابر کړي."
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې به را روانه سې شنبه بېرته پيل شي.
ښاغلي خليلزاد تېر ماښام په دوحه کې له ځينو ښځو سره د افغانستان د سولې پر بهير خبرې وکړې.
دغه ښځې په هغه ډله کې شاملې دي، چې له کابله په بين الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته تللي دي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر له دې افغان مېرمنو سره خپله کتنه ستایلې او ویلي یې دي، د دوی لیدلوری د افغانستان د سولې لپاره چې نوموړي له خپل ځان سره سوله بللې مهم دى.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما: له راستنو شویو کډوالو سره مرسته کوو

یوناما ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له ستنو شویو کډوالو سره د څښاک اوبو، روغتیا او نورو برخو کې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا پرون په کابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي.
دغهَ سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو موسسو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.
آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.
په بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د یاوان په ولسوالي کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور امر حکمت الله محمدي وایي چې دا پيښه د دوشنبې په ورځ د « پتاب» په کلې کې رامنځته شوه. د ښاغلي محمدي په وینا درې تنه د نقیب الله، سمیع الله او شمس الله په نوم تر خاورې لاندې شوي او مړه شوي او د سید عمر په نوم یو تن ټپي شوی دی چې درملنه یې روانه ده.
د بدخشان په یاوان ولسوالي کې هرکال د مځکې د ښوویدو د پیښو په شمول طبیعي پیښې رامنځته کیږي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدلو امکانات شته

د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي دي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل کیږي.
په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلې دي چې د افغانستان په یوشمیر شمالي، جنوب ختیځو، لویدیځو او مرکزي سیمو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو امکانات شته، چې سرعت یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوس څخه تر سل کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.
پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د شمالي وزیرستان په حسن خیلو سیمه کې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار په تازه بیان کې د لږ تر لږه ۱۷ وسله والو او په خپل مخکیني بیان کې د لږ تر لږه ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د بیان په اساس د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل.
د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د وسله والو پر ضد د دوی عملیات روان وي.
په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې له سهاره ګرځبندیز هم لګیدلی او خلکو ته امر شوی چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.
متقي د قطر له صدراعظم سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړي.
متقي د ملګرو ملتونو له لوري د دغه سفر لپاره له سفري بندیزونو معاف شوی دی.
متقي قطر د ځانګړي ارزښت وړ بللی او ستاینه یې کړې چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په پراخولو کې یې رول ادا کړی.
د قطر د صدراعظم په حواله هم راغلي چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې مهمې دي او خصوصي سکتورونو باید خپلې اړیکې منظمې وساتي.
قطر د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوه رابط په توګه کار کوي او د افغانستان اړوند څو نړیوال کنفرانسونه هلته دایر شوي دي.
روسیې له اوکراین سره جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن دوشنبه ( د ثور اتمه) د اوکراین په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
ټاکل شوې دغه اوربند د راتلونکې مې میاشتې له نهمې نافذ شي.
دغه نیټه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد د پوځ له خوا نازي جرمنیانو ته د ماتې ورکولو له اتیایمې کلیزې سره برابره ده.
د نازي جرمنانو د ماتې جشن، روسیه او اکراین دواړه لمانځي.
د کریملین دغه اعلان ته سملاسي اوکراین ځواب نه دی ورکړی.
پوتین په همدې اپریل میاشته کې هم د عیسویانو د پاک جشن یا ایسټر په مناسبت له اوکراین سره یو ورځنی اوربند اعلان کړی و.
آی او ام وايي یو لک افغانان د اپرېل له ۴مې له پاکستانه ایستل شوي او مرستو ته سخته اړتیا لري

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.
آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.
پاکستان د اپرېل له لومړۍ د افغان تابعیت لرونکو کډوالو را ایستل پیل کړي. ګڼ دغه راستانه شوي وايي چې صحي خدمات ورته نه رسیږي او کافي خواړه او د سرپناه لپاره هم امکانات نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ ښايي د الوتکو له لارې لیرو پرتو سیمو د بشري مرستو لیږد ودروو

د خوړو نړیوال سازمان وايي، احتمال لري د افغانستان لیرو پرتو سیمو د الوتکو له لارې د بشري مرستو رسولو بهیر ودروي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د الوتکو له لارې د مرستو رسول لپاره لس میلیونو ډالرو بودیجې ته عاجله اړتیا لري، چې اوسمهال د دې بودیجې له کمښت سره مخ دي.
تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان ویلي و، له راستانه شویو کډوالو سره د بشري مرستو لپاره ۲۵میلیونو ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د نجونو له حضور پرته د کانکور د ازموینو د نېټې اعلان

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ کال د د کانکور ازموینه د جوزا د لومړۍ اونۍ څخه د سرطان تر شلمې نیټې پورې د نجونو له حضور پرته ترسره شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ازموینو ادارې اعلان کړی چې سږ کال د دیني مدرسو او ښوونځیو د داوطلبانو لپاره د کانکور ازموینه د افغانستان په ولایتونو او کابل کې په پنځو مرحلو کې اخیستل کېږي.
د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې سږ کال به ۳۰۰۰ کسان د ماسټرۍ، ۷۶۴۰۰ کسان د لیسانس او ۳۳۵۵۰ کسان د انسټیټیوټونو لپاره جذب شي.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړې محرومې شوي او پوهنتون ته د تګ یا د کانکور په ازموینه کې هم د ګډون حق ورڅخه اخیستل شوی.
پر امیرخان متقي د سفري بندیز لنډ مهاله معافیت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورکړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
د امنیت شورا په بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی ویل شوي چې له یکشنبې د اپرېل ۲۷مې د مې تر ۴مې ښاغلی متقي د سفري بندیز څخه معافیت ترلاسه کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د متقي سفر تایید کړی خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.
ملګرو ملتونو په قطر کې د افغانستان د راتلونکي په اړه څو دورې لویې غونډې ترسره کړې چې پکې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزې راتلونکې په تړاو تګلارې تر بحث لاندې ونیول شوې.