د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د افغانستان کرکټ بورډ د دغې ادارې د درېیو غړو دندې وځنډولې


د افغانستان د کرکټ بورډ د یوې ناستې انځور
د افغانستان د کرکټ بورډ د یوې ناستې انځور

د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه پلاوي غړو د شنبې په ورځ د کرکټ بورډ په کلنۍ ناسته کې تصمیم ونیو چې د کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست د سرپرست اسدالله خان، د غوراوي کمېټې د پخواني مسؤل دولت احمدزي او د کرکټ د ټیم د مدیر نوید صایم دندې وځنډوي.

دا تصمیم په داسې حال کې نیول کېږي چې د افغانستان د کرکټ ملي ډلې د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې پرله پسې ۹ سیالۍ وبایللې.

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د دغه بورډ له نورو غړو سره د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د بورډ پر دغو درېیو غړو د لګېدلو تورونو د ارزونې لپاره یوې کمېټې خپل کار پيل کړی دی.

ده زیاته کړه: کمېټه مشخصه شوه، د چارو د ادارې مرستیال فریدون الهام، د ولسمشر سلا کار ضیاءالحق امرخېل، په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل او د کرکټ بورډ نوي غړي په دوو اوونیو کې خپلې ارزونې پای ته رسوي، که څه پېښ شوي وو او تورونه ثابت شول، تورن به له دندو لېرې او که نه نو خپلو دندو ته به دوام ورکړي.

ښاغلي فضلي پر دغو درېیو غړو د لګېدو تورونو او د دوی د دندو د ځنډېدو په اړه جزیات ورنه کړل.

خو په ظاهره کې د کرکټ په نړیوال جام کې پر دغه ټیم د انتقادونو او اندېښنو وروسته دغه تصمیم نیول شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو یو انځور
د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو یو انځور

ښاغلي فضلي دا هم وویل، د کرکټ بورډ په کلنۍ ناسته کې د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د ګلبدین نایب په کپتانۍ هم بحث وشو او په یوه اوونۍ کې به د نایب برخه لیک روښانه شي.

بل خوا د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل وویل، دوی د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د ټیم کړنې ارزولې دي.

ده وویل، د کرکټ په چارو کې د ښه والي په خاطر یو لړ تصامیم نیول شوي دي.

نوموړي وویل: زموږ تصمیم سیاسي او عقده يي نه، بلکې بې پرې دی، د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره دغه اقدام شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ډله د کرکټ د نړیوال جام له سیالیو وروسته د شنبې په ورځ کابل ته ستنه شوه.

په دغه جام کې د افغانستان د کرکټ پرله پسې ماتې د ډېری افغانانو په تېره د کرکټ د مینه والو ژورې اندېښنې پارولي، حتی ځینو په فېسبوک کې لیکلي چې نور به د کرکټ لوبې ونه ویني.

XS
SM
MD
LG