د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ولسمشر ټرمپ: د اټمي موافقې په اړه ګواښونه به بېرته ایران زیانمن کړي


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د دې ګواښ پر وړاندې چې ډېر ژر به یې د غني شویو یورانیمو اندازه د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي موافقه کې له ټاکل شوې اندازې زیاته شي، ځوابي خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا ګواښونه به بېرته ایران زیانمن کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون چهارشنبې د ټویټر په لیکلي پیغام کې ایران ته خبرداری ورکړ چې له خپلو ګواښونو سره دې احتیاط وکړي، ځکه د ده په وینا دا ګواښونه به په خپله ایران ته داسې خوله ور واچوي چې پخوا تر دې به کله هم چا نه‌وي لیدلي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری د ایران د ولسمشر حسن روحاني د هغو څرګندونو په ځواب کې ورکوي چې وايي، د ده هېواد به د جولای له اوومې نېټې وروسته د یورانیمو د غني کولو اندازه په سلو کې له ۳.۶۷ څخه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په موافقه کې ورته ټاکل شوې وه، لوړه کړي او په‌دې توګه به د نړیوالو قدرتونو هغه غوښتنې له پامه وغورځوي چې ویل یې تهران باید دې تړون ته ژمن پاتې شي.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې روحاني ویلي چې هېواد یې نور ځان دې ژمنې ته مکلف نه ګڼي او هومره یورانیم به غني کړي چې زړه یې غواړي او اړتیا ورته لري.

روحاني په مې میاشت کې د ایران د اټمي موافقې لاسلیک کوونکو ته د جولای تر ۷ مې پورې مهلت ورکړی و چې دا هېواد د امریکا د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې خوندي کړي.

واشنګټن تېرکال د ایران له اټمي موافقې وتل اعلان کړل او پر دې هېواد یې هغه بندیزونه بیا ولګول چې د موافقې له مخې فسخ شوي وو.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په روانه اوونۍ کې تأیید کړه چې ایران په خپلو زېرمو کې په ټیټه کچه د غني شويو یورانیمو لویې زیرمې جوړې کړي دي په‌داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ ایران ته مخکې دا خبرداری هم ورکړی و چې له اور سره دې لوبې نه کوي.

د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې تهران ویلي دي چې د اټمي موافقې له لاسلیک مخکې کچې ته د خپل اټمي پروګرام د وړتیاوو د اوچتولو پلان ته به دوام ورکړي.

د ایران دولتي ټلوېزیون د ملي امنیت د عالي شورا د ویاند کیوان خسروي له قوله لیکي چې وايي، ټرمپ د ۲۰۱۵ میلادي کال له موافقې په وتلو سره د ډيپلوماسۍ لاره ټپي کړه.

نوموړي ویلي چې د ټولو ګواښونو د مخنیوي تر ټولو ښه لاره فعال مقاومت دی.

له بلې خوا د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د استخباراتو د وزیر احمد علوي په حواله لیکي چې وايي، تهران او واشنګټن یوازې هغه مهال خبرې کولای شي چې امریکا پر دې هېواد بندیزونه لغو او د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه دا خبرې تایید کړي.

د ایران د اټمي موافقې اروپايي لاسلیک کوونکو، جرمني، بریتانیا او فرانسې ایران تل زغم او د دې کړکېچ مخنیوي ته هڅولی دی او ورته ویلي یې دي، داسې اقدامات دې نه کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه زیانمنه شي.

د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې دفتر پرون په یوه ګډ بیان کې وویل چې دوی پر خپله دې ژمنه اوس هم ولاړ دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه د ایران له‌خوا د دې موافقې پر پوره رعایت ولاړه ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې پرون- د چهارشنبې په ورځ وویل، ایران به له دې موافقې په وتلو هېڅ نه ترلاسه کوي خو که یې له شک سره مخامخ کړي نو نتیجه به یې یوازې دا وي چې په سیمه کې اوسنی پراخ کړکېچ به نور هم پراخ شي.

اروپايي هېوادونو خبرداری ورکړی چې له دې موافقې څخه هر راز سرغړونه به ناوړه عواقب ولري خو نه دي یې ویلي چې دا ناوړه عواقب به کوم وي؟

چین او روسیه د دې تړون دوه نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.

ایراني چارواکي شکایت کوي چې د دې موافقې نور لاسلیک کوونکي د ایران د تېلو او بانکونو پر سکټورونو د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG