د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

قطر کې د طالبانو سیاسي ډله: ممکن د سولې هوکړه وشي


آرشیف/ په قطر کې د سولې د خبرو په اړه غونډه.
عکس تزئیني جنبۀ لري
آرشیف/ په قطر کې د سولې د خبرو په اړه غونډه. عکس تزئیني جنبۀ لري

د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته رسیدلي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون ویلي و چې د افغان سولې وخت راغلی او د طالبانو سیاسي ډلې نن ویلي ممکن د سولې هوکړه وشي.

نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د مرکچي پلاوي او طالبانو د خبرو شپږمه ورځ ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د نن ورځې غونډه ځکه مهمه او هیله منوونکې ده چې د ده په خبره امکان لري د سولې هوکړه وشي.

په دې خبرو کې د امریکا مشر مرکچي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ټویټ کړی و چې د افغان سولې وخت راغلی او امریکا د دې پروسې لپاره ژمنه ده.

دا اووم پړاو دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د طالبانو له سیاسي مشرانو سره په قطر کې خبرې مخته وړي.

امریکا ټینګار کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له افغان خاورې د ترورېزم پر نه استفادې، پر بین‌الافغاني خبرو او دایمي اوربند موافقه وشي.

طالبان بیا لومړی د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

XS
SM
MD
LG