د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

افغان حکومت: د قطر د بین الافغاني ناستې جزیات له مونږ سره شریک شوي نه دي


ارشیف، په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور
ارشیف، په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور

افغان حکومتي چارواکي وايي چې په قطر کې د بین الافغاني ناستې جزیات لا تراوسه له دوی سره نه دي شریک شوي.

په داسې حال کې چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر په مرکز دوحه کې د قطر او جرمني په کوربتوب بین الافغاني ناسته جوړېږي، افغان چارواکي وايي چې له دوی سره د دې ناستې جزیات نه دي شریک شوي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې هیله وښوده چې دغه ناسته او د نړیوالې ټولنې هلې ځلې لامل شي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

ده وویل: موږ د دې ناستې د جزیاتو په اړه معلومات نه لرو، کوم افراد او اشخاص چې دې ناستې ته بلل شوي، طبعاً د شخصي ادرسونو او اشخاصو په توګه برخه اخلي، موږ د برخې اخیستونکو په اړه هم معلومات نه لرو، خو زموږ لپاره مهمه دا ده چې د افغانستان د سولې د پروسې مالکیت د افغانانو په لاس کې دی.

که څه هم ښاغلی صدیقي د دغې ناستې د هدف او د ګډونوالو په اړه معلومات ور نه کړل، خو د راپورونو په اساس په دې ناسته کې نږدې ۶۰ تنه برخه اخلي او د غونډې اجنډا به د ناستې په لومړۍ ورځ ټاکل کېږي.

له دې وړاندې د سولې د شورا ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته ویلي وو چې که د حکومت استازي په دې ناسته کې برخه اخلي، نو باید د حکومتي استازو په توګه برخه واخلي، نه د اشخاصو په توګه.

دا ناسته چې ټاکل شوې په قطر کې ترسره شي، د برګهاف بنسټ له خوا تنظیم شوې او د کوربتوب چارې يې د جرمني او قطر پر غاړه دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، په قطر کې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم فرصت وي او جرمني هیله مند دی چې دغه خبرې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ باور رامنځته کړي.

په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي پوتزل له خوا نن خپره شوې، دا واضح شوې چې په دې خبرو کې ټول ګډونوال به په انفرادي او برابره توګه برخه اخلي.

طالبانوهم له دې مخکې د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه تل په ورته دریځ ټینګار کړې او ویلي یی دي چې له افغان چارواکو سره د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې د عادي افغانانو په توګه خبرې کوي.

خو د نړیوالو اړیکو کارپوه سید خالد سادات بیا وايي چې د دغې ناستې په اړه له افغان حکومت سره همغږي نه کول به د دې غونډې په پایلو ناوړه اغېزې ولري.

دی وایي: که دوی د بین الافغاني مذاکراتو خبره کوي، نو باید بین الافغاني مذاکرات مخامخ له افغان حکومت سره پیل شي، که چېرې دوی له حکومت سره د اشخاصو په توګه کېني، نو بیا خو داسې کوم تضمین نشته چې دا پرېکړې به څوک تطبیقوي او د پرېکړو نوعیت به څنګه وي، یعنې د سولې توافقنامې په دې ځای نتیجه نه ورکوي، ځکه د سولې توافق باید د یو نظام سره وشي، که چېرې طالبان افغان حکومت ته د حکومت په توګه نه قایلېږي، نو دا معنا لري چې دوی اصلاً د سولې توافق ته حاضر نه دي.

د ده په خبره، د تېرو ناستو پایلو ته په کتو چې د افغان حکومت استازو په کې برخه نه لرله، فکر کېږي چې دا ناسته به هم نتیجه ونه لري.

له دې وړاندې هم په قطر کې دا ډول یوه پلان شوې غونډه ظاهراً د ګډونوالو د زیاتوالي له امله لغوه شوه.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې مخ ته وړي، پرون په یوه ټوېټري پیغام کې د دې خبرو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه خبرې د افغان سولې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

XS
SM
MD
LG