د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

قطر کې به د سولې اووم پړاو مذاکرې کوم مشخص پرمختګ ولري؟


آرشیف/ په قطر کې د سولې د خبرو په اړه غونډه.
عکس تزئیني جنبۀ لري
آرشیف/ په قطر کې د سولې د خبرو په اړه غونډه. عکس تزئیني جنبۀ لري

که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اووم پړاو په مذاکرو کې د کوم مشخص پرمختګ خبر نه‌دى ورکړل شوى.

خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي وايي، تر اوسه يې له امريکايي هيئت سره په خبرو کې «پرمختګونه» کړي او پر ځينو مسايلو موافقې ته رسېدلي دي.

دوى په مشخص ډول نه‌دي، ويلي چې پرمختګونه او په‌دې برخه کې خنډونه څه دي؟

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، دوى پر څو مسايلو پرون د چهارشنبې په ورځ خبرې وکړې او بحثونه به‌يې نن پنجشنبه هم دوام کوي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي ملا خيرالله خيرخواه ځينو رسنيو ته ويلي، د دوى په خبرو کې «ځينې پرمختګونه» شوي دي.

ځينې سرچينې وايي، دوى فکر نه‌کوي چې د سولې اووم پړاو مذاکرې دې کوم مشخص پرمختګ ولري.

یوې ډیپلوماتیکې سرچینې پرون ازادي راډیو ته وویل چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ خبرې ممکن له کومې موافقې پرته پای ته ورسېږي.

د ځينو څارونکو په باور د سولې اووم پړاو مذاکرې په قطر کې د بلې غونډې د ترسره کېدو له کبله اغېزمنې شوي دي.

را روانه يکشنبه او دوشنبه په قطر کې د جرمني او قطر په کوربه‌توب «بين الافغاني» غونډه جوړېږي.

د دې غونډې تابيا د جرمني د يوه بنسټ له‌خوا شوې چې د جرمني تر څنګ قطر يې هم کوربه‌توب کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل دا غونډه سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

بل‌خوا په قطر کې د سياسي مسايلو څارونکى ځدراڼ درويش چې وايي، د سولې دغه مذاکرې له نږدې څاري، پر دې ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې په تړاو هر ډول غونډه بايد، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقيمو مذاکرو سبب شي:"نړيوال که جرمنيان دي، يا اروپايي ټولنه، که روسيه، چين يا پاکستان دوى بايد دخالت وکړي چې افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته سره کښېنوي. په خپلو کې اوربند اعلان کړي، جګړه له کليو وباسي دا به د سولې ته لويه زمينه برابره کړي."

ويل شوي، پخوانى ولسمشر حامد کرزى، د هغه ځينې سلاکاران او د جمهوري رياست ځينې کانديدان به د قطر او جرمني په کوربهتوب په پلان شوې غونډه کې ګډون نه‌کوي.

محمد حنیف اتمر چې تردې مخکې د مسکو غونډې ته له ځينو نورو سیاستوالو سره ورغلی و، ويلي د قطر د یکشنې او دوشنبې په غونډه کې برخه نه اخلي.

ويل شوي چې په‌دې غونډه کې به شا و خوا ٦٠ کسان برخه اخلي، هغه کسان چې حکومتي دندې لري، د اشخاصو په توګه ګډون کوي، نه د کوم چارواکي په توګه.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د قطر او جرمني له‌خوا تنظيم شوې بين الافغاني غونډه په افغانستان کې د سولې د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دى.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د چهارشنبې پهه ورځ په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو په مقر کې وويل، حکومت به په را روانو دوو مياشتو کې د سولې هڅې چټکې کړي:"په راتلونکو دوو مياشتو کې به بيا هم هڅې ګړندۍ کړو، خو دا به په واضح او منطقي لارو چې جګړه ختمه شي، د افغانستان ولس ارام شي، د افغانستان امنيتي او دفاعي قوا به يوازنۍ قوا وي چې د مشروع قوت انحصار به يې په لاس کې وي. نو ځکه ضرور ده چې په دقت او تدبير سولې ته ورسېږو."

د افغانستان د سولې په تړاو د قطر تر څنګ په نورو هېوادونو کې هم کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې دي.

خو يوې غونډې هم دېته زمينه نه‌ده برابره کړې چې وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.

XS
SM
MD
LG