د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

امریکا هڅه کوي چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران پرضد یو موټی کړي


د امریکا د دفاع سرپرست وزیر مارک ایسپر
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر مارک ایسپر

په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی متحد ایالات وايي، هڅه کوي چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران پرضد یو موټی کړي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر د ناټو پر غړو غږ وکړ چې د هُرمز د ستراتيژیک تنګي د شاوخوا سیمې د ډاډمن امنیت د ټینګښت لپاره په جوړېدونکي پلان کې د برخې اخېستو په اړه غور وکړي.

مارک ایسپر «Mark Esper» چې د لومړي ځل لپاره یې د پنټاګون د مشر په توګه د ناټو په مقر کې وینا کوله د امریکا له متحدانو هم وغوښتل چې د پوځي اقدام پرځای له ډیپلوماتیکو لارو له ایران سره د روان کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.

ایسپر د ناټو له متحدانو سره د بندو دروازو شاته د خپلو بحثونو جزئیات په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل: "ما د ناټو له غړو او سیمه‌ییزو متحدانو سره د دې مسئلې د نړیوال کولو پر اړتیا بحث وکړ، هغوی مې وهڅول چې د ایران د ناوړه چلند پر وړاندې د مخالفت غږ اوچت کړي او له موږ سره مرسته وکړي چې د سمندري امنیت د ډاډمنولو له لارې د ایران د زیاتېدونکو پاروونکو اقداماتو مخه ونیسو."

ایراني چارواکو تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ومنله چې د امریکا یوه بې پیلوټه کشفي الوتکه یې ویشتلې.

امریکايي چارواکو وویل، دا الوتکه په خلیج کې د نړیوالو اوبو پرسر وه، خو د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک وویل، الوتکه د ایران هوايي قلمرو ته ننوتې وه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې حملې په ځواب کې، تېره اوونۍ پر ایران د برید د پلان مخه په وروستیو شېبو کې ونیوله. دا ټول ښيي چې په خلیج کې د دواړو لوریو ترمنځ پوځي تحرکات اوج ته رسېدلي دي.

همدا راز واشنګټن په خلیج کې پر څو کښتیو د حملو تور پر ایران لګولی، خو تهران دا تور ردوي.

اروپايان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دې پریکړه انتقاد کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت.

دوی په وروستیو څو اونیو کې دواړو خواوو ته خبرداری ورکوي چې د یوې کوچنۍ تېروتنې پایله ښايي جګړه وي.

رویټرز خبري آژانس د ډيپلوماتانو له قوله راپور ورکوي چې د ناټو اروپايي غړو د بروکسل غونډې ته وویل، دوی د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ اواريدل غواړي او په دې برخه کې د ټولو ډيپلوماتیکو هڅه ملاتړ کوي.

ایسپر وویل، واشنګټن جګړه نه غواړي او برعکس د ډيپلوماسۍ په برخه کې د اروپايانو د ملاتړ په لټه کې دی.

یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي ویلي دي چې د بروکسل په پرونۍ غونډه کې د ناټو ډیری متحدانو د ایسپر د عمومي پیغام ملاتړ وکړ، خو د ناټو یو ډیپلومات وویل چې یوازې فرانسې له ایران سره په روان کړکېچ کې د ناټو د احتمالي رول په اړه اندیښنه وښوده او جرمني له ایران سره د اټمي موافقې د اهمیت یادونه وکړه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG