د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ټرمپ: له ایران سره جګړه نه غواړو، خو که وشي، دومره ورانی به وکړي چې چا به لیدلي نه وي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر‌ ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر‌ ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر‌ ډونالد ټرمپ وایي، له ایران سره جګړه نه غواړي، خو که جګړه وشي، ورانۍ به یې دومره زیاتې وي چې تر اوسه به چا نه وي لیدلي.

ټرمپ دغه څرګندونې له امریکایي ان بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، وکړې.

ټرمپ وویل، لېوال دی چې له ایراني چارواکو سره د اټمي تړون پر سر خبرو ته کېني، که دوی دا وغواړي او که یې نه غواړي، نو به د یوې اوږدې مودې لپاره په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

ټرمپ وویل، ایران به یې ډېر ښه دوست شي او بېرته به پر یوه لوی هېواد بدل شي، که د اټمي وسلو له تولیده لاس واخلي.

د هغه د ملي امنیت سلاکار جان بولټن بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که امریکا د احتیاط او مصلحت له مخې پرې له حملې کولو ډډه کړې، دا دې د امريکا کمزوري نه ګڼي او تېروتنه دې نه کوي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

​بولټن چې پرون یکشنبه یې په بيت المقدس کې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو سره خبرې کولې، وويل چې هېڅ چا په منځني ختيځ کې ايران ته د ښکار کولو جواز نه دى ورکړى.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون امریکا تورنه کړه چې په سیمه کې کړکېچ ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې د امریکا د مداخله کوونکي پوځي حضور د منځني ختیځ د ستونزو مسؤل دی.

روحاني دغه راز هغه څه چې ایران یې پر خپل هوایي قلمرو د امریکا د پوځي بې پیلوټه الوتکې تېری بولي، وغندل او له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل چې په وړاندې یې مناسب عکس العمل ښکاره کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک وویل چې دغه الوتکه یې نسکوره کړه.

ولسمشر ټرمپ د دغې بې پېلوټه الوتکې د ويشتلو په بدل کې پر ایران د حملو امر صادر کړى و، خو په وروستیو شېبو کې یې هغه لغوه کړ.

ټرمپ ويلي، وروسته له هغې يې د ايران پر څو ځایونو پوځي حملې لغوه کړې چې ورته وويل شول چې ښايي په دغو حملو کې ١٥٠ ايرانيان ووژل شي.

د ځینو امریکایي رسنيو د راپورونو له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایران له خوا د امریکایي ډرون الوتکې تر نسکورېدو څو ساعته وروسته متحدو ایالتونو د ايران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک پر کمپيوټري سېستمونو سايبري يا انټرنټي حملې کړې وې.

د ایران له خوا د ویشتل شوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې ټوټې
د ایران له خوا د ویشتل شوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې ټوټې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى چې دا سايبري حملې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په تأييد شوي دي.

د امریکا دفاعي چارواکو د دغو راپورونو له تأییده ډډه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ دغه راز پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ، خو د دغو بندیزونو په اړه چې د ده په وینا نن به اعلان شي، نور جزیات ورنه کړل.

واشنګټن وروسته له هغې چې د تېر کال په جون میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت، د ایران د تېلو د صادراتو په ګډون پر تهران بېرته سخت بندیزونه لګولي چې د دې هېواد پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG