د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

بي‌بي ګل غني: د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو لاسته راوړنو ته اندېښنه نه‌لرم


د ولسمشر غني مېرمن بي بي ګل غني
د ولسمشر غني مېرمن بي بي ګل غني

د افغان ولسمشر مېرمن بي‌بي ګل غني وايي، داسې سوله به ونه‌شي چې د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې په‌کې په پام کې نه‌وي نیول شوي.

مېرمن غني وايي، افغان مېرمنې چې د سولې په مذاکراتو کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه اندېښنې لري، زه ورته اندېښنه نه‌لرم ځکه ډاډمنه یم چې په‌دغو مذاکراتو کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې او ارزښتونه په پام کې نیول کېږي.

مېرمن غني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د دوهمې کلیزې په لمانځ‌غونډه کې وکړې ویې‌ویل، افغان مېرمنو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې سترګې پرې پټې کړي.

نوموړې وویل:

"ټولې یو ډول خپه دي چې د سولې مذاکرات به څه نتیجه ولري؟ خو زه خپه نه‌یم. ځکه زه پوهېږم چې اوسنی حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړی دی. هېڅ سوله به ونه‌شي چې مېرمنې په مذاکراتو کې نه‌وي او رأيې ورنه وانه‌خیستل شي."

مېرمن غني وویل، په تېرو شااوخوا ۱۸ کلونو کې د افغانستان مهمه لاسته راوړنه د بیان ازادي ده او باید وساتل شي.

دې دا هم وویل چې افغانستان له اوازو ډک دی، خو د رسنیو کارکوونکي باید دقت وکړي چې کومه اوازه سمه او کومه ناسمه ده.

مېرمن غني همدا شان د ښځینه خبریالانو د ظرفیتونو په لوړولو او د دوی د امنیتي ستونزو پر لیرې کولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینه صافۍ چې د سولې د مذاکره کوونکې ډلې غړې هم ده وویل، سوله د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده او د هېواد په ناامنیو کې د نارینه‌وو تر څنګ، ښځې هم قرباني شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه صافۍ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه صافۍ

مېرمن صافۍ هم د سولې پروسې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل:

"د مذاکراتو د ټیم له ادرسه ډاډ درکوم هره اندېښنه چې تاسې لرئ، په پام کې نیول کېږي او د مذاکراتو د مېز پر سر کېښودل کېږي. ډاډمنې اوسئ."

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز رئیسې فریده نېکزاد له یوه کال راوروسته، د دغه مرکز ګڼې لاسته راوړنې بیان او د دولت له بېلابېلو ارګانونو یې هیله وکړه چې د هېواد د ښځینه خبریالانو امنیتي او اقتصاد ستونزو ته پام وکړي.

د یادونې وړ ده چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو په پیل سره یو شمېر افغان ښځو ته داسې اندېښنې پیدا شوي چې ګوندې د دوی لاسته راوړنې په هېڅ حساب او یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ حالت ته ستنې نه‌شي، خو افغان حکومت ژمن دی چې دا لاسته راوړنې به خوندي پاتې کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG