د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د ښځو شبکه: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه مو لومړیتوب دی


د افغانستان د ښځو شبکه وايي، د هېواد ښځې له وروستیو څو لسیزو راهیسې په حقوقي، اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي او داسې نورو رغنیزو او پراختیايي برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د دوی پر وړاندې له تبعیضه کار واخلي او حقونه‌یې تر پښو لاندې کړي.

د یادې شبکې غړو د پنچشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۵» په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد له نړیوال یو بیلیوني پاڅون سره د یوځای کېدو د ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه د دوی لومړیتوب دی او دغې مبارزې ته به دوام ورکړي.

د جوړې شوې غونډې په پای کې ترتیب شوې اعلامیه د یادې شبکې غړې روشن مشعل ولوسته چې په یوه برخه کې یې راغلي وو:

"افغان مېرمنې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د مسلکي ظرفیتونو په لرلو سره بیا هم د حقوقو له سرغړونو او پراخ تبعیض سره مخ دي. افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې د دوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په ټولو برخو کې د دوی د پیاوړتیا او حضور په اړه د ملي یووالي د حکومت او نړیوالو شریکانو د جدي پاملرنې غوښتنونکي دي."

د افغانستان د ښځو د شبکو غړو تأکید وکړ چې د سولې په روانه پروسه کې دې د افغان مېرمنو مشورې او شتون له پامه ونه‌غورځول شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل د ښځو د حقونو د اعادې خبره کړې ده او ویل یې چې د سولې په پروسه کې به د دوی نظریات په پام کې نیول کېږي او لاسته راوړنې به یې هم خوندي وي.

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ د ټولنې مشره فریده نېکزاد چې په‌دغه غونډه کې یې ګډون درلود وویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تر ټولو لوی لامل روانه جګړه ده.

ارشیف، د ښځینه خبریالانو د ملاتړ د ټولنې مشره فریده نېکزاد ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
ارشیف، د ښځینه خبریالانو د ملاتړ د ټولنې مشره فریده نېکزاد ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

دې په جنګ کې له ښکېلو خواو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته جدي پام وکړي.

اغلې نېکزاد زیاته کړه:

"زه د افغانستان له ټولو خلکو او په تېره له مخالفو ډلو جدي غوښتنه کوم چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. دا چې موږ تاوتریخوالي ته «نه» وایو په دې معنی ده چې انساني کرامت ته درناوی کوو. زموږ یووالی ښيي چې موږ له هغو کسانو خواشیني یو چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد له نړیوال یو بیلیوني پاڅون سره د یووالي ورځ هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د افغانستان د ښځو شبکې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دغه نړیوال یو بیلیوني پاڅون غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې نن سبا د ښځو د حقونو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف، لسګونه کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې فعالیت کوي، خو بیا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې ښځې او نجونې نه‌یوازې دا چې له مدني حقونو بې‌برخې دي، بلکې د نارینه‌وو له‌خوا له ډول ډول تاوتریخوالي سره هم مخ دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG