د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین: د ارمان لوڼي وینه به ونه‌بخښو


د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین

د بلوچستان په کلا سیف‌الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي جنازې ته سلګونه کسان ورغلي وو.

ارمان لوڼی په کوټه کې د پوهنتون استاد او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی و چې وخت ناوخته به‌یې په مدني فعالیتونو او اعتراضونو کې هم برخه اخیسته.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي چې دی د شنبې په ماښام خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د پولیسو له‌خوا د ټوپک په کُنداغونو وهل شوی او ساه‌یې ورکړې.

د لوڼي په جنازه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان حکومت د پښتنو په ترور او ځورونو تورن کړ او ویې‌ویل چې پښتون قوم ته نور زغم نه‌دی پاتې.

نوموړي زیاته کړه:

"دا د ارمان وینې په‌دې زه د خدای په پاک قران قسم خورم چې د ده وینې به کله هم موږ معاف نه‌کړو."

د ارمان لوڼي د جنازې مراسم
د ارمان لوڼي د جنازې مراسم

د منظور احمد پشتین له هرې خبرې سره به د ارمان لوڼي د جنازې ګډونوالو "موږ عدالت غواړو" شعارونه ورکول.

پشتین زیاته کړه، ابراهیم لوڼی ځکه ووژل شو چې د ده په خبره په بلوچستان کې یې په پښتون مېشتو سیمو کې د تشدد د تازه لړۍ د پیل مخالفت کاوه.

ښاغلي پشتین زیاته کړه:

"دوی په لورالايي کې اول په پولیسو حملې وکړې، کله‌يې په ځان وکړي، کله مشر، کله ملا او کله ډاکتر ووژني چې مقصد يې دا وي چې خلک له دې حالاتو سره عادت کړي، دوی په‌دې وطن کې د جنګ فضا جوړوي. ارمان لوڼي د دې مخالفت کاوه، دوی په‌دې جنګ خېبر پښتونخوا وخوړله، دوی په دې جنګ فاټا وخوړله او اوس‌يې جنوبي پښتونخوا ته سترګې کړې دي، خو په والله که دا لوبه دلته راڅخه وکړئ."

د یکشنبې په ماښام د بلوچستان ایالت په کلا سیف‌الله کې د ارمان لوڼي جنازې ته په منظور پشتین سربېره د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ، علي وزیر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر نواب اياز خان جوګيزي او د پښتون ژغورنې غړو او ځايي خلکو برخه اخیستې وه.

دوی اکثرو د بلوچستان د لورلایي پولیس تورنول چې ارمان لوڼی یې وژلی، خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه، بلکې د زړه حرکت بندېدو له امله ساه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"په لورالايي کې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذه وه او دې کسانو یې سرغړونه کوله، نو ځکه پولیس ورغلل. ځايي پولیسو ما ته خپل ابتدايي رپوټ را استولی دی او ویلي یې دي چې ارمان لوڼی د زړه له دورې مړ شوی. په لورالايي کې تر مړینې وروسته د طبي معاینې رپوټ وايي چې د هغه پر بدن د تشدد نښې هم نه‌شته. خو موږ د دې پېښې تفصیلي تحقیقات کوو او تر نهايي رپوټ وروسته به په‌کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکوو."

له کله چې ارمان لوڼي ساه ورکړې دا لومړی وار و چې یو پاکستانی چارواکی په‌دې اړه نظر ورکوي.

د ارمان لوڼي له وژل کېدو لږ وروسته د شنبې له ماښام راهیسې د افغانستان په ځينو ښارونو، د متحده ایالاتو په پلازمېنې او په ځينو اروپايي ښارونو کې د پښتنو له‌خوا اعتراضي غونډې شوې دي.

اعتراض کوونکي چې لا یې شمېر زیاتېږي د ارمان لوڼي قاتلینو سزا غواړي او وايي چې په‌دې اړه باید سمدستي پلټڼې وشي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG