د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د سوداګرۍ خونه: د تورخم بندر پرانیسته باید دایمي وي


آرشیف/ د تورخم دروازه
آرشیف/ د تورخم دروازه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه د عمران خان له وروستي اقدامه چې له مخې به‌یې د تورخم بندر د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص وي هرکلی کوي او وایي چې دا کار باید دایمي وي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۹» ازادي راډيو ته وویل، د دغه بندر له خلاصېدو سره به د دواړو لورو د خلکو او سوداګرو ستونزې حل او د راکړې ورکړې کچه لوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په تورخم کې زیاتې ستونزې لرو، د دوی له دغه اقدامه هرکلی کوو، دا ښه کار دی چې د تورخم لار د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستې وي هم به موټرو او هم خلکو ته اجازه ورکړل کېږي، دا اقدام به نه‌یوازې د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې له پاکستان سره به زموږ سوداګري هم زیاته شي."

ښاغلی الکوزی وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له درېیو تر څلورو کلونو راپه‌دېخوا د سختیو او د تورخم بندر د مؤقتي ډول بندېدو له امله تر ۶۰ سلنه کچه ټیټه شوې وه.

د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه له درې نیم میلیارده ډالرو نه یو نیم میلیارد ډالرو ته راښکته شوې ده.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپل ټويټر نه د یو پیغام له لارې د خپل حکومت مسؤلو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د تورخم بندر د ۲۴ ساعتونو لپاره د خلاصون اقدام وکړي.

عمران خان د شپږو میاشتو لپاره د تورخم بندر خلاصېدو ته په اشارې ویلي چې دا اقدام به د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ځواکمنولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوامداره کړي.

ارشیف/ د تورخم په لویه لار سوداګریز موټر
ارشیف/ د تورخم په لویه لار سوداګریز موټر

په ورته وخت کې سره له دې چې یو شمېر افغان اقتصاد پوهان د پاکستان له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو وایي چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ دایمي سوداګریزه ستونزه نه‌حلوي او په‌دې برخه کې باید بنسټیز کار وشي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار په‌دې اړه وایي:

"زما په باور دا یو ښه کار دی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرو لپاره چې په‌دې برخه کې کار کوي یوه خوشبیني ده، خو په دوامداره توګه زموږ دایمي ستونزې نه‌حلوي، لیدل کېږي کله چې موږ پاکستان ته مېوې صادرولې، نو پاکستان به‌یې تعرفه لوړه کړه او کله به‌یې هم موږ ته اجازه نه‌راکوله چې د کراچۍ له بندره افغانستان ته راشي، دا ټولې هغه ستونزې وې چې له پاکستان سره زموږ سوداګري راکمه شوه.​"

د ښاغلي واحدیار په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې راکمېدل پاکستان ترې زیات زیانمن شوی دی.

عبدالله واحدیار وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هغه وخت ښې شي چې د هغه هېواد نوی حکومت د افغان سوداګرو ټرانزیتي او سوداګریزې ستونزې په اساسي ډول حل کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG