د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د تورخم دروازې په اړه خپلو اړوندو ادارو ته د عمران خان امر!


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان اړوندو ادارو ته امر کړی چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي کرښه د تورخم دروازه باید ۲۴ ساعته پرانيستې وي.

عمران خان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د خپلې ټویټرپاڼې له لارې کړې دي.

عمران خان په دې اړه ویلي:

"اړوندو حکومتي ادارو ته مې لارښوونه کړې چې په راروانو شپږو میاشتو کې د تورخم بارډر د ۲۴ ساعته پرانيستلو لپاره کار وکړي."

د پاکستان صدراعظم دا ګام "د دواړو وروڼو هېوادونو د دوه اړخیزو سوداګرۍ په غوړېدا او د خلکو ترمنځ د ورورۍ د اړیکو په پیاوړي کېدو کې مهم بللی" دی.

د تورخم دروازې یو پخوانی انځور
د تورخم دروازې یو پخوانی انځور

عمران خان د تورخم د ۲۴ ساعته فعال ساتلو اعلان په داسې وخت کې کړی چې د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ټیټې کچې ته رسېدلې ده چې له امله‌یې په پاکستان کې سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د تورخم په اړه د عمران خان تر اعلان څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت د ګڼ شمېر هېوادونو لپاره د دې هېواد د ویزې اخیستلو شرایط اسانه کړل.

د پاکستان د اطلاعاتو د وفاقي وزیر فواد چوهدري د وینا له مخې، حکومت‌یې په پاکستان کې د تورېزم د پیاوړتیا لپاره د نوې پالېسۍ له مخې د نړۍ د ۱۷۵ هېوادونو وګړو ته د برښنايي ویزو او د ۵۰ هېوادونو وګړو ته پاکستان ته په رارسېدو د ویزې د ورکولو پرېکړه کړې ده.

که څه هم د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت ګڼ شمېر هېوادونو ته د برښنايي ویزې ورکولو پرېکړه کړې، خو تر دې دمه‌یې لا دا هېوادونه نه‌دي په ډاګه کړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پاکستان د ویزې اخیستل د پخوا په پرتله سخت شوي چې خلک‌یې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې عمران خان په پاکستان کې د ټولټاکنو تر ګټلو وروسته ولس ته په خپلې لومړۍ ټلوېزیوني وینا کې وویل چې حکومت‌یې له افغانستان سره د اروپا په څېر پرانيستې پولې غواړي، خو د حکومت تر جوړولو وروسته‌یې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG