د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

اجرائیه ریاست: ممکن نن سې شنبه افغان حکومت او طالبان سره وغږېږي


د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د ناستې دوهمه ورځ چې د افغانستان حکومت‌یې د سولې د خبرو د پیلېدو ورځ بولي او ورته هیله‌مند دی.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۷» غونډې ته په پام ازادي راډيو ته وویل، نن به په ابوظبي کې د افغان حکومت پلاوی او طالب استازي سره مخامخ خبرې وکړي چې دغه چاره به د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو د پیلېدو امکان زیات کړي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

ښاغلي میثم زیاته کړه:

"د دې امکان شته چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې پيل شي، هیله لرو چې له کلونو وروسته د دواړو لورو استازي د خبرو مېز ته کېني او سولې ته د رسېدو پر څرنګوالي او د بریالیتوب پر لارو چارو خبرو وکړي.​"

د ښاغلي میثم په خبره د ابوظبي په ناسته کې د پیاوړو او اغېز لرونکو هېوادونو استازي هم ګډون لري چې مهم بحثونه به‌یې د سولې په بهیر کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او مخامخ خبرو ته د دواړو لورو هڅول وي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار د افغانستان د سولې په اړه د ناستې کوربه دی چې په‌کې د طالبانو د ډلې پلاوي، امریکايي چارواکي، سعودي عربستان او پاکستان ګډون لري.

افغان پلاوي په‌دغه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په بلنه او هڅو ګډون کړی دی.

هیله لرو چې له کلونو وروسته د دواړو لورو استازي د خبرو مېز ته کېني.

د افغانستان حکومت وايي، په ابوظبي کې د تېرې ورځې په ناسته کې:

  • د سیمې د هېوادونو استازو.
  • زلمي خلیل‌زاد.
  • د افغانستان د ملي امنیت شورا استازو.
  • پاکستان.
  • سعودي عربستان
  • او متحده عربي اماراتو د افغانستان د سولې په سیمه‌ییزو اړخونو او د سولې مخامخو خبرو ته د زمینې د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

له دې وړاندې کابل د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې ناستې کوربه و چې په‌کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني لوري وغوښتل چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

له دغې ناستې وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ ناستې ته زمینه برابروي.

خو له دومره هیلو سره- سره طالبانو تل له امریکايي چارواکو سره پر خبرو ټینګار کړی او له دغې ناستې يوه ورځ وړاندې یې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ابوظبي کې له افغان پلاوي سره لیدل رد کړل او ويې‌ویل، دوی چمتو نه‌دي چې دغه پلاوي سره وګوري.

د ابوظبي درې ورځنۍ ناسته په داسې حال کې روانه ده چې له دې وړاندې امریکايي چارواکو د افغانستان د سولې په پروسه کې د زلمي خلیل‌زاد د صلاحیتونو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې له طالبانو سره‌يې د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیولی او د ابوظبي ناسته به د سولې خبرو اترو پېلېدو ته زمینه برابره کړي.

د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

​ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"د سولې عالي شورا د سولې خبرو ترسره کولو ته چمتو ده، هیله لرو چې دغه لومړنۍ ناستې داسې مرحلې ته ورسېږي چې د سولې مذاکرات چې مرکزي هدف دی ورته ورسېږو او دا هیله‌مندي شته چې دا کار به کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي شورا يو شمېر استازي د سولې د دغو هڅو هرکلی کوي او پایلو ته‌یې خوشبین دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار وايي، امریکا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ته په‌کار ده چې پر پاکستان فشار راوړي، څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راکاږي.

بل‌خوا د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان وايي، که د افغانسان حکومت د يوې قوي طرحې او کلکې ارادې سره د ابوظبي په ناسته کې د سولې د خبرو پیلېدو لپاره هڅې ونه‌کړي، داسې ناستې به چې په‌کې پاکستان او طالبان هم ګډون ولري تر ډېره د هغوی په ګټه تمامې شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG