افغانستان
میثم: د حکومتي پلاوي او طالب استازو د مخامخ خبرو امکان زیات دی

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د پلاوي او وسلهوالو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ مذاکرو د پیل امکان زیات دی.
د دې ادارې ویاند، امید میثم نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه ازادي راډیو ته وویل، د دې امکان ډېر دی چې بالاخره د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.
ښاغلی میثم زیاتوي:
"موږ امید لرو چې بالاخره، تر ډېرو کلونو جګړې وروسته، دواړه خواوې د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي."
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند، پرون په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نهکوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په ابوظبي کې پر دې خبرې کېږي چې حکومت او طالبان څرنګه مخامخ خبرې کولای شي.
د دې شورا غړي، محمد امین وقاد نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه د کابل پلاوی نن ابوظبي ته تللی دی.
وقاد وویل:
"پهدې کې به نن پر دې خبرې وشي چې داسې یو حالت رامنځته شي چې د طالبانو یو باصلاحیته پلاوی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته اماده شي."
د ارګ په وینا، له افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي، ابوظبي ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دې سفر ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي چې سوله راروانه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خبریال سلیمان راحل د طالبانو له زندانه ازاد شو

په غزني کې د خوشحال راډیو مسول مدیر سلیمان راحل له شاوخوا درې میاشتني زندان وروسته ازاد شوی دی.
یوې ځایي سرچینې پرون شنبه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې راحل د زمري میاشتې په نهمه نیټه خوشې شوی دی.
راحل د روان لمریز کال د ثور په ۱۵مه غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او وروسته " د طالبانو د حکومت په ضد تبلیغ" په تور درې میاشتې زنداني شو.
د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ورسره بندي یوشمیر نور خبریالان هم ازاد کړي.
د خبریالانو د دفاع دغه بنسټ وایي، دا مهال شاوخوا لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.
امیرخان متقي په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي، هلته نژدې یو نیم میلیون کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې متقي به په دغه سفر کې چې سبا دوشنبه پیلیږي، د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف، له مرستیال صدر اعظم اسحاق دار او نورو چارواکو سره پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د دغه شمیر کډوالو چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري، اقامه د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې او پاکستان ویلي چې نه یې تمدیدوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و.
جانټن رینولډز: نه پوهیږي چې طالبانو سره زنداني مور او پلار یې ژوندي دي او که نه؟

په افغانستان کې د زنداني بریتانوۍ جوړې زوی جانټن رینولډز وایي، نه پوهیږي چې مور او پلار یې تراوسه ژوندي دي او که نه.
هغه پرون جمعه ( د اسد ۱۰مه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وروستی ځل یې د جون ۱۵مه، یعنې څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې له خپل مور او پلار سره خبرې کړي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او میرمنه یې ۷۶ کلنه باربي رینولډز له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
دغه جوړه له تیرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې وه او هلته یې ښوونیزې پروژې مخته وړلې.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې دغې جوړې ته قونسلي او له کورنۍ سره د اړیکې خدمتونه وړاندې کیږي او د خلاصون هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، دغه دوه کسان په ظاهره له هیڅ ډول رسمي تور پرته زندانیان دي چې موثرو حقوقي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د هندوکش غرونو لمنې نن د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزولې

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې نن د هندوکش غرونو لمنې لړزولې دي.
د اروپا او مدیترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي چې دغه زلزله نن ( شنبه د زمري ۱۱مه) سهار وختي شوې چې مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۲۳ کیلو متره ژور و.
تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
د هندوکش غرونو شاوخوا سیمې په افغانستان کې وخت نا وخت د زلزلو شاهدانې وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.
پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.
دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.
دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.
امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه.
د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.
دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.
دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .
انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.
په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول.
د ځوانانو راډیو مرستيال اسلامگل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امانیار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.
د طالبانو د څلور کلنې واکمني په جریان کې په خبریالانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمیر اړ شوي چې هیواد پریږدي.