د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۸

افغانستان

خلیلزاد بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره خبرې کوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی نن پنجشنبه د ډسمبر۱۳مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره خبرې کوي.

خلیل‌زاد به هغوی ته په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړي.

د ناټو د خبرپاڼې په حواله، ټاکل شوې چې په نننیو کتنو کې د افغانستان د سولې په ارتباط د خلیل زاد پر رول هم خبرې وشي.

زلمي خلیل‌زاد به د ناټو د شمالي اتلانتیک شورا ته وینا هم وکړي.

خلیل‌زاد د سېپټمبر د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو.

دا له هغه راهیسې د زلمي خلیلزاد درېیمه رسمي دوره ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن، پنجشنبه د ډېسېمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانیستله .

ښاغلي غني د لارې د پرانیستلو په مناسبت ځانګړو مراسموته وویل: د افغانستان ، د افغانستان د خلکو ، د افغانستان د دولت او د افغانستان د اقتصادي قشر هدف وصل دی نه فصل. موږد وصل خلک یو نه د فصل، موږجدايي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو.

د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه.

د افغانستان ولسمشر نن د هرات ښار حلقوي سرک هم پرانیست.

ټاکل شوې چې په هغه ولایت کې څو نورې اقتصادي اوپراختیايي پروژې هم پرانیزي.

د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي.

په دې ډول، افغانستان کولائ شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي.

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یوه چټک رېل د ټکر له امله ۹ تنه مړه او ۴۷ زخمیان شوي دي.

د انقرې والي، واصف سهین نن ، پنجشنبه د ډېسېمبر۱۳مه ، خبریالانوته وویل چې سهار وختي د رېل لوکوموتیف د رېل د پټلۍ د تفتیش پرمهال، د یوه چټک رېل سره ټکر شو.

د دریو زخمیانو روغتايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی.

دا پېښه د انقرې په لویدیز کې د مارسندیز په نوم د رېل ګادي په تمځاي کې شوې ده.

په هغو عکسونوکې چې دپېښې له ځايه خپاره شوي، لیدل کېږي چې د بېړنیو حالاتو ځانګړي کارکونکي، د پېښې په ځاي کې د زخمیانو د ژغورنې هڅې کوي.

د روسیې حکومت د سلواکیا یو پوځي دپلومات د نامطلوبوکسانو په لست کې اچولی دی.

د سلواکیا حکومت د نومبر میاشتې په وروستیوکې، په براتیسلاوا کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې د دفتر یو غړي له خپلې خاورې و ایست.

د سلواکیا حکومت هغه مهال وویل چې دا کار یې د خپلو پوځي استخباراتو د ادارې د معلوماتو پر اساس کړی.

د سلواکیا حکومت ویلي و چې هغه د سلواکیا او ناټو د ګټو خلاف کار کاوه.

مسکو نن د سلواکیا د حکومت د هغه اقدام په ځواب کې دا کار کړی دی.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویاندې، مریا زخاروا نن، پنجشنبه د ډېسېمبر ۱۳مه، په یوه بیان کې وویل چې د سلواکیا له خاورې د دوي د دپلومات شړل غیردوستانه کار و.

زخارووا وویل چې په مسکو کې د سلواکیا د سفارت دپلومات ته یې دوې ورځې وخت ورکړی چې له هغه هېواده ووزي.

په ایران کې یو سیاسي فعال، وحید صیادي ناصري په زندان کې تر ۵۰ ورځو غذايي اعتصاب وروسته مړ شو.

د هغه کورنۍ د ازادي راډیو د ایران برخې ، راډیو فردا ته نن، پنجشنبه د ډېسېمبر ۱۳مه ، دا خبر ورکړی دی.

د وحید صیادي ناصري خور ویلي چې چارواکو هغوي ته خبر ورکړ چې ورور یې پرون ، د قُم ښار په یوه زندان کې مړ شوی دی. وحید صیادی ناصري په ایران کې له پېژندل شوو سیاسي فعالانو و.

هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ټولنیزو رسنیو پر شبکو د ځیني پیغامونو دخپرولو په تور ونیول شو.

پر هغه تور لګېدلی و چې د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي ته یې سپکاوي او د دولت پرضد پروپاګند کړی او په ۸ کاله زندان محکوم شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

خبریال سلیمان راحل د طالبانو له زندانه ازاد شو

ارشیف
ارشیف

په غزني کې د خوشحال راډیو مسول مدیر سلیمان راحل له شاوخوا درې میاشتني زندان وروسته ازاد شوی دی.

یوې ځایي سرچینې پرون شنبه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې راحل د زمري میاشتې په نهمه نیټه خوشې شوی دی.

راحل د روان لمریز کال د ثور په ۱۵مه غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او وروسته " د طالبانو د حکومت په ضد تبلیغ" په تور درې میاشتې زنداني شو.

د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ورسره بندي یوشمیر نور خبریالان هم ازاد کړي.

د خبریالانو د دفاع دغه بنسټ وایي، دا مهال شاوخوا لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

امیرخان متقي په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي، هلته نژدې یو نیم میلیون کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې متقي به په دغه سفر کې چې سبا دوشنبه پیلیږي، د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف، له مرستیال صدر اعظم اسحاق دار او نورو چارواکو سره پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.

د دغه شمیر کډوالو چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري، اقامه د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې او پاکستان ویلي چې نه یې تمدیدوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و.

جانټن رینولډز: نه پوهیږي چې طالبانو سره زنداني مور او پلار یې ژوندي دي او که نه؟

افغانستان کې زنداني شوې بریتانوۍ جوړه
افغانستان کې زنداني شوې بریتانوۍ جوړه

په افغانستان کې د زنداني بریتانوۍ جوړې زوی جانټن رینولډز وایي، نه پوهیږي چې مور او پلار یې تراوسه ژوندي دي او که نه.

هغه پرون جمعه ( د اسد ۱۰مه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وروستی ځل یې د جون ۱۵مه، یعنې څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې له خپل مور او پلار سره خبرې کړي.

۸۰ کلن پیټر رینولډز او میرمنه یې ۷۶ کلنه باربي رینولډز له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

دغه جوړه له تیرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې وه او هلته یې ښوونیزې پروژې مخته وړلې.

شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې دغې جوړې ته قونسلي او له کورنۍ سره د اړیکې خدمتونه وړاندې کیږي او د خلاصون هڅې یې روانې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، دغه دوه کسان په ظاهره له هیڅ ډول رسمي تور پرته زندانیان دي چې موثرو حقوقي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د هندوکش غرونو لمنې نن د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزولې

ارشیف
ارشیف

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې نن د هندوکش غرونو لمنې لړزولې دي.

د اروپا او مدیترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي چې دغه زلزله نن ( شنبه د زمري ۱۱مه) سهار وختي شوې چې مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۲۳ کیلو متره ژور و.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د هندوکش غرونو شاوخوا سیمې په افغانستان کې وخت نا وخت د زلزلو شاهدانې وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

امیرخان متقي
امیرخان متقي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.

پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.

دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.

صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان د فوتسال د ملي لوبډلې غړي
د افغانستان د فوتسال د ملي لوبډلې غړي

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.

دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.

امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.

دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر ، وسط
انوش دستګیر ، وسط

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.

دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .

انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.

په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول.

د ځوانانو راډیو مرستيال اسلام‌گل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امان‌یار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.

د طالبانو د څلور کلنې واکمني په جریان کې په خبریالانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمیر اړ شوي چې هیواد پریږدي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG