د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

راپورونه: عمران خان له خلیل‌زاد سره په لیدنه کې د سولې په اړه جدي ژمنه ونه‌کړه


د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده، خو راپورونه وايي، نوموړي د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ کومه نوې او جدي ژمنه ونه‌کړه.

عمران خان دا څرګندونې نن په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره په کتنه کې وکړې.

اسوشیټېډ پریس خبري اژانس وايي، له خلیل‌زاد سره په خبرو کې عمران خان دا ژمنه ونه‌کړه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.

خلیل‌زاد پرون په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په وینا قریشي خلیل‌زاد ته ډاد ورکړ چې اسلام اباد به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په موضوع کې پوره همکاري وکړي.

دغه راز په پرونیو خبرو کې د پاکستان صدراعظم ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیک په اړه هم بحث شوی، په کوم کې چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې په مسئله له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

زلمی خلیل‌زاد په‌داسې وخت کې له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي چې د طالبانو د قطر د دفتر یو څلور کسیزه پلاوی هم اسلام‌اباد ته تللی دی.

اسوشیټېډ پریس اژانس وايي، د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوي کې چې پاکستان ته تللی په سعودي کې د طالبان د وخت سفیر شهاب الدین دلاور، د طالبانو د واکمنۍ د لوګر والي ضیا الرحمن مدني چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی، سهیل شاهین او عبد السلام حنفي شامل دي.

خو ازادي راډیو ته د طالبانو یوې سرچینې وویل چې پینځه طالب مشران شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، دین محمد حنیف، سهیل شاهین او عبد السلام مدني د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د سلامشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.

د طالبانو دې سرچینې وویل چې د طالبانو رهبري شورا چې د کوټې په شورا هم یادېږي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په مسئله کې مبالغه کېږي.

اصف غفور
اصف غفور

د اصف غفور په خبره اسلام اباد په وار-وار له طالبانو غوښتي دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.

اصف غفور پرون خبریالانو ته وویل، د ملاعبد الغني برادر په شمول له پاکستاني زندانونو د لوړ رتبه طالب چارواکو خلاصېدل دا ښيي چې اسلام اباد د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کوي.

اسوشیټېډ پریس خبري اژانس وايي، له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته به زلمی خلیل‌زاد افغانستان، روسيې، ترکمنستان، بلجیم او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

ښاغلي خلیل‌زاد تر اوسه پورې درې وارې په قطر کې له طالب مشرانو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG