د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

مشرانو جرګه: د سولې په تړاو د خلیل‌زاد او افغان حکومت څرګندونې همغږې نه‌دي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او حکومت ترمنځ د سولې په تړاو څرګندونې همغږې نه‌دي.

په افغانستان کې د سولې د وروستیو هڅو په تېزېدو سره د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او حکومت ترمنځ د سولې په تړاو څرګندونو کې توپیر لیدل کېږي چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

د جرګې یو شمېر غړو د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په عمومي ناسته کې وویل چې لومړی باید د سولې هڅې همغږې شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار بیا د سناتورانو له دغو اندېښنو وروسته وویل چې مشرانو جرګه د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو باید په‌دغه پروسه کې د ملي شورا د غړو نظر هم وپوښتل شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

​نوموړی وايي:

"د زلمي خلیل‌زاد تګ راتګ او د سولې خبرو څخه ملاتړ کوو او ورته ژمن یو او کومې خبرې چې سناتورانو وکړې زه دومره وایم چې سوله د جګړې د خلاصون لپاره یوازنۍ لاره ده، خو موږ ته باید سهمیه راکړل شي، څو د سولې په روان مېکانیزم او بحثونو کې شریک واوسو."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد دوه اوونۍ مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته هیله وښوده چې د ۱۳۹۸ میلادي کال د وري په ۳۱مه د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جنیوا په نړیوال کنفرانس کې د سولې پر نقشې د خبرو پر مهال ویلي چې له طالبانو سره د سولې لپاره د مصالحې د بهیر، په ټولنه کې د هغو یوځای کېدو او په ډموکراتیکه پروسه کې یې د شاملېدو لپاره پنځه کاله وخت غواړي.

مخکې تر دې داسې انتقادونه هم موجود وو چې ګوندې د ښاغلي خلیل‌زاد د سولې لاره مبهمه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، که خلک د سولې له پروسې نه بې‌خبره پاتې شي دا به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

سیما سمر
سیما سمر

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» یوې ناستې ته په وینا کې وویل:

"د سولې لپاره هره پروسه چې په پام کې نیول کېږي باید اکثریت خلک په جریان کې وي، لږ ترلږه ۷۰ سلنه معلومات باید خلکو سره شریک شي او خلک باید پوه شي چې څه تېرېږي؟ له هغې پرته به دا د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي."

خو په‌دغه غونډه کې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل چې د سولې په مېکانیزم کې د خلکو ټولو اندېښنو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"دغو اندېښنو ته په پام حکومت چې د سولې لپاره کوم مېکانیزم جوړ کړی دا ټولې اندېښنې په پام کې نیول شوي او په‌دغه طرحه کې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې او د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار شوی دی."

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د سولې لپاره یو ۱۲ کسیز پلاوی هم ټاکلی، خو ویلي یې دي چې په‌دغه پلاوي کې بدلون او زیاتونه راتللی شي.

د سولې په تړاو دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» د دوهم ځل لپاره پاکستان ته رسېدلی او تمه ده چې دا ځل به د سولې عملي خبرې اترې پیل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG