د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د سولې شورا: د سولې په بهیر کې ابهام د ستونزو د حل لار نه ده


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په بهیر کې ابهام د ستونزو د حل لار نه ده.

د امریکا د متحده ایالاتونو له خوا د سولې د روانو هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په دغه بهیر کې ابهام د ستونزو د حل لار نشي کېدای.

د دې شورا منشي امین الدین مظفري که څه هم په دې اړه جزیات نه ورکوي، خو ټینګار کوي چې ښکېلې خواوې باید له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي.

ښاغلي مظفري د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ابهام او مجهولیت د سولې په بهیر کې د حل لار نه ده، کوم فرصتونه چې د سولې لپاره نن سبا رامنځته شوي، تر بل هر وخت کافي دي او په دې اړه چې کومې خبرې شوي، فکر کوم د سولې د بهیر لپاره یې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سولې د مشورتي بورډ يوه غړي عبدالحکیم منیب په دې وروستیو کې ویلي چې د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې مبهمې دي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

ښاغلی منیب چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال هم دی، ویلي یې دي چې ښاغلی خلیلزاد باید په دې اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي چې د سولې لپاره یې څه ډول تګلاره پرمخ نیولې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره يې د خپلو لیدنو کتنو په اړه څو ځلې له افغان چارواکو او سیاسي څېرو سره معلومات شریک کړي، دا یې هم ویلي چې امریکا د افغانستان د تراژيدۍ ختمولو ته بیړه لري.

ښاغلي خلیلزاد چې په قطر کې یې څو ځلې د طالب له استازو سره مذاکرات کړي، ويلي یې دي چې هیله لري چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې د سولې د هوکړې او په ټولنیز بهیر کې د طالبانو د يوځای کېدو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، د سولې په بهیر کې د زلمي خلیلزاد په هڅو کې ابهام وجود نه لري او ټول باید د دغه ملي بهیر د بریا لپاره هڅې وکړي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

ده وویل:

"تر دې مهاله زه د سولې د روانو هڅو په لړ کې کوم ابهام نه وینم، ځکه چې ښاغلي خلیلزاد د افغان چارواکو، جهادي مشرانو، سپين ږيرو او د ټولنې له مختلفو اقشارو سره لیدلي دي، دا شان یې عربي هېوادونو ته هم سفرونه کړي او د طالبانو له استازو سره یې کتلي دي او معلومات یې له رسنیو سره شریک کړي دي."

په ژنیو کې د سولې په اړه د افغان چارواکو له څرګندونو وروسته طالبانو د تل په څېر بیا هم ویلي چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي.

خو د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز له طالبانو غوښتي چې له شته فرصتونو په استفادې، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

اغلې ویلز ویلي، که څه هم د سولې لپاره کوم ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی، خو د دې په خبره، سولې ته د رسېدو لپاره ژر تر ژره اقداماتو ته اړتیا ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG