افغانستان
جلالاباد کې د پاکستان قونسلګري به نن یکشنبه بیا کار پیل کړي

په جلالاباد کې د پاکستان قونسلګري به نن یکشنبه د اکټوبر ۷مه، بیا کار پیل کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د پاکستان د سفارت تر مذاکرو وروسته، د قونسلګرۍ د بیا پرانیستل کېدو پرېکړه وشوه.
د خوګياڼي په وینا، موافقه شوې چې قونسلګري به هره ورځ افغانانو ته ۱۸۰۰ ویزې ورکوي، د قونسلګرۍ په چارو کې به مداخله نهکېږي او د ودانۍ شاوخوا امنیت بهیې افغان امنیتي ځواکونه نیسي.
عطاالله خوګیاڼی وايي:
"د قونسلګرۍ مشکلات په هغه وخت کې ډېر زیات و. موږ به ګورو چې نظم او هغه اصول چې موافقه ورباندې شوې څه ډول مراعت کېږي، که وپوهېدو چې فساد شته یا خلکو ته ویزې نهورکوي، موږ به مسئله د نورو اجرأتو لپاره له مرکز سره شریکه کړو."
په کابل کې د پاکستان سفارت د اګسټ په ۳۱مه په جلالاباد کې د خپلې قونسلګرۍ د بندېدو د خبر تر څنګ په یوه بیان کې وویل چې د ننګرهار والي باید د دوی په کارونو کې لاسوهنه بنده کړي او د افغانستان امنیتي ځواکونه باید د دوی د قونسلګرۍ امنیت ټینګ کړي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا یو سوء تفاهم بللی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ریچارد بېنیټ: د طالب مشرانو د نیولو حکم د عدالت په لوري یو ګام دی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی.
ریچارد بینیټ د سې شنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې د دې حکم صادرېدل، د عدالت په لوري یو ګام دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.
نړیوالې جزایي محکمې ( آی.سي.سي) پرون سه شنبه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړ.
محکمې دغه طالب مشران بشریت ضد جنایتونو باندې تورن کړي دي.
ریچارد بینیټ ویلي، دا حکم هغه مهم پيغام رسوي چې له سزا نه مصونیت دوام نه شي کولای.
طالبانو بیا ویلي، دغه محکمه په رسمیت نه پيژني او حکم ته یې التزام نه لري.
له ایرانه ایستل شوي یوشمېر کډوال په ځانګړې توګه ماشومان او عمر خوړلي روغتیایي څارنې ته اړتیا لري

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان ته د را ستنو شویو کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د روغتیایي اړتیاوو په اړه ژوره اندیښنه لري.
دغه سازمان پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۱۷مه) یوه راپور کې ویلي، وروستیو میاشتو کې د کډوالو بې ساري ستنېدنه د افغانستان په بیړنۍ بشري ستونزې بدله شوې ده.
دوی ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د راستنو شویو کسانو په منځ کې د ټپونو، عفونتونو او خوارځواکۍ د زیاتوالي شاهدان دي، تر ډیره ماشومانو او عمر خوړولو کډوالو کې دا ستونزې لیدل شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په باور، اکثره دغه ایستل شوي کډوال روغتیایي څارنې، خوړو او سرپنا ته اړتیا لري.
د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خفګان ښودلی

د کریکټ نړیوالې شورا ( آی.سي.سي) د نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.
۴۱ کلن شینواری پرون دوشنبه د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شوی او د افغانستان کریکټ بورد یې سه شنبه مړینه تایید کړې ده.
د هغه د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
شینواری د کریکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبڅارانو له ډلې و چې ۲۵ یو ورځنیو او ۲۱ شل اوره لوبو کې یې د امپایر دنده ترسره کړې.
هغه د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې لوبڅارنې ډګر ته راغی او هغه مهال یې شارجه کې د ایرلنډ او افغانستان د یو ورځنۍ لوبې امپایري وکړه.
سره میاشت: د کال تر اخره به یو ملیون نور افغان کډوال هم له ایرانه و ایستل شي

د سرې میاشتې ټولنه وایي، دوی له ایرانه افغانستانه ته د یو میلیون نورو افغان کډوالو ستنولو ته تیاری نیسي.
د سرې میاشتې او سره صلیب په فدراسیون کې د افغانستان د پلاوي مشر سمیع فخوري ویلي، دغه څه باندې یو میلیون نور کډوال به د همدې کال تر پای پورې و ایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د روان کال له پيله یو اعشاریه دوه میلیونه افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره هغه شړل شوي دي.
رویټرز لیکلي، نور یو میلیون کسان داسې مهال اخراجیږي چې افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنېدنې څپې دغلته د مرستې رسونې سیستم تر فشار لاندې راوستلی.
د سرې میاشتې او سره صلیب مسولانو ویلي، راستنول شویو کې اکثره داسې کسان دي چې سملاسي نیول شوي او بسونو ته اچول شوي دي.
محسن نقوي: پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، حکومت د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوي.
نقوي نن سه شنبه دغه خبره مشال راډيو ته داسې مهال وکړه چې له وړاندې پاکستاني چارواکو پولیسو ته لارښونه کړې چې دغه ډله افغانان دې د کابینې تر پریکړې پورې نه تنګوي.
د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې موده د جون په وروستۍ نیټه پای ته رسیدلې، خو پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې دغه کارتونه تمدید کړي.
په پاکستان کې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان د ( پي.او.ار) کارتونه لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ ورکړي دي.
پاکستان بیا له وړاندې د ( اې.سي.سي) کارت لرونکو د اخراج لړۍ پيل کړې او سلګونه زره کډوال یې اخراج کړي دي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک، اسراییل او امریکا مخالفې رایې ورکړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د افغانستان په اړه یوه تصویب شوي پریکړه لیک کې پر طالبانو غږ کړی چې خپلې ځپونکې تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیکه ځپنه پای ته ورسوي.
دغه پریکړه لیک پرون دوشنبه ۱۱۶ قاطع اکثریت رایو باندې تصویب شو، خو یوازې امریکا او اسراییل پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې.
د روسیې او چین په ګډون ۱۲ نورو هېوادونو پریکړه لیک ته ممتنع رایې ورکړې دي.
که څه هم د عمومي اسامبلې، چې ۱۹۳ غړي لري، دغه پریکړه لیک الزامي نه دی، خو یو نمایشي وزن لري او نړیوال احساسات منعکسوي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پر طالبانو ورته ډیر نړیوال غږونه شوي، خو هغوی د خپلو تګلارو او قوانینو ننګه کړې.
ملګرو ملتونو پر جرمني د افغانانو د ایستلو په خاطر نیوکه وکړه

ملګروملتو دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریندت، اعلان وکړ چې پلان لري له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، څو د افغانانو شړل ممکن شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لویې کمیشنرۍ استازې راوینا شمداساني، د ملګرو ملتونو په یوه خبري ناسته کې وویل:
«افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول مناسب نه دي. زموږ دفتر لا هم د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو اسناد راټولوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه، چې اغېزمنې شوې، غلې کړل شوې، له کار، تعلیم، او د تګ راتګ له آزادۍ محرومې شوې دي.»
په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي عرافات جمال، له هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په زور له خپلو خاورو ونه باسي.
م.م: سږ تر تر یو میلیون او ۴۰۰۰۰۰ زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ویلي چې سږ کال تر دې دمه تر یو میلیون او څلور سوه زره زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې په زور شړل شوي دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې له دې امله د بشري ناورین کچه نوره هم ژوره شوې، ځکه منابع ورځ تر بلې کميږي.
د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ په وینا، بېرته ستنو شویو کډوالو، چې لویه برخه یې له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ګرځېدلي، د افغانستان پر زیانمن شویو زېربناوو له حده زیات فشار راوړی دی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي، په داسې حال کې چې نړیواله مرسته هم کمه شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي: «د راستنېدونکو کسانو دې پراخ شمېر یو بشري بېړنی حالت رامنځته کړی.
دغه اداره وایي، ډېرو هغو کسانو، چې افغانستان ته ستانه شوي، د چاپو، نیونو او په سختو شرایطو کې د ایستلو له امله روحي صدمه لیدلې ده. ځینې یې شکایت کوي چې تر ایستل کېدو مخکې له خپلو کورنیو بېل شوي او شتمنۍ ترې اخیستل شوې دي.
یوناما د دوحې بهیر د غونډې جزیات نن خپاره کړي، طالبانو سره د افغانستان پر نړیوالو ژمنو هم په کې خبرې شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) د دوحې بهیر د کاري ډلو د تیرې اونۍ غونډې جزیات نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) رسنیز کړي دي.
دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د جون په دیرشمه او د جولای په لومړۍ نیټه ترسره شوه د افغانستان د خصوصي سکتور په ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو متمرکزه وه.
د یوناما مشرې روزا اتونبایوا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غونډه کې یې له طالب استازو سره د افغانستان په نړیوالو ژمنو او د ښځو او نجونو د رول په پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د دوحې بهیر د کاري ډلو په یاده غونډه کې د ۲۶ هېوادونو استازو ګډون کړی و او د طالبانو ۷ کسیز پلاوی هم ورغلی و.
یوناما د غونډې جزیات نن داسې مهال خپاره کړي چې ماښام مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د افغانستان پر وضعیت بحث کیږي.
له تیرې یوې میاشتې راهیسې نژدې څلورنیم لکه افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) وایي، په تیره څه باندې یوه میاشت کې نژدې ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) ویلي چې دغه شمیر کډوال د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې نیټې پورې راغلي دي.
دغه ستنیدنه وروسته له هغه ترسره شوې چې ایران په دغه هېواد کې بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د جولای تر شپږمې ( د چنګاښ ۱۵) پورې له هغه هېواده ووځي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند فرانس پریس ته ویلي، د کال له پيله د ټولو راستنو شویو کسانو شمیر څه باندې ۹۰۶ زرو ته رسیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د کډوالو په دې شمیر کې را ستنېدنه یو ناورین بللی دی.