د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د بخښنې نړیوال سازمان انټرنټ کې د تصویري اسنادو او وېډیوګانو کره‌والی ثابتوي


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشل غواړي په انترنټ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه خپرېدونکي جعلي وېډیوګانې افشا او د اصلي تصویري اسنادو او وېډیوګانو کره‌والی تثبیت کړي.

امنسټي انټرنشل یا د بخښنې نړیوال سازمان چې سږ کال په روسیه کې د مظاهره‎چیانو پر ضد د پولیسو د ځپونکو ګامونو په اړه پلټنه پیل کړه، د تحقیقاتو یوه طریقه‌يې دا وه چې له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په ټولنیزو شبکو خپرېدونکې وېډیوګانې راټولې او کره‎والی يې تثبیت کړي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا د چارو مسؤل ډنیس کریووشیف وايي، که په ټولنیزو شبکو د خپرېدونکو تصویرونو صحت ثابت شي، د بشري حقونو په اړه له پلټنو سره زیاته مرسته کولای شي.

ډنیس کریووشیف
ډنیس کریووشیف

خو په ټولنیزو شبکو وېشل شوي تصویرونه په اسانۍ سره د پروپاګند لپاره کارول کېدای شي او جعلي وېډیو او تصویر جوړونکی يې په انحصار کې اخیستی شي.

د جعلي «اپ» په شان د مصنوعي ځیرکتیا وېډیوګانو چې «ډیپ فېک» یا د ژور جعل په نوم یادېږي هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

«ډیپ فېک» یا د ژور جعل وېډیوګانې د یوه سړي سر د بل په تنې اچولی شي، داسې خبرې پرې کولای شي چې هغه کس هېڅ‎کله نه‎وي کړې، په داسې ځای کې يې څرګندوي چې اصلاً هلته کله تللی نه‌وي او یا په داسې یوه غونډه او یا مناسبت کې يې ښکاره کوي چې اصلاً شوي نه‎وي.

د بخښنې نړیوال سازمان د همدې او نورو جعلي وېډیوګانو او تصویرونو د کره‎والي د او جعل د معلومولو لپاره د سلو محصلانو یو ډیجیټل ځواک جوړ کړی چې د نړۍ په ۶ پوهنتونو کې فعالیت کوي.

د داوطلبانو دا ډله د بشري حقونو د څېړونکو د راتلونکي نسل په توګه روزل شوې ده.

د ختیځې اروپا او د منځنۍ اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مسؤل وايي، په انلاین ډول د وېډیوګانو او تصویرونو سېلاب د بشري حقونو د تحقیقاتو په برخه کې په مطلق ډول ګېم چېنجر یا بدلوونکی عنصر دی.

ډنیس کریووشیف وايي، امنسټي انټرنشنل له کلونو راهیسې د دودیزو تحقیقاتي میتودونو له لارې په روسیه کې کېدونکي اعتراضونه څاري.

روسیه کې مظاهره چیان
روسیه کې مظاهره چیان

د نوموړي په خبره دا په‎دې معنی ده چې په کوم ځای کې چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعا کېږي، په اړه‌يې راپورونه راټولېږي، هماغه سیمې ته پلټونکی استول کېږي او له عیني شاهدانو او مدعي قربانیانو سره مرکې کېږي.

تر دې مخکې امنسټي انټرنشنل تر ډېره حده په‎دې کلمو چې راپورونه وايي یا ادعا شوې ده، اکتفا کوله، خو د کریووشیف په خبره اوس دا کلمې ډېر کمې استعمالېږي او یو دلیل‎يې په انټرنټ خپرېدونکې وېډیوګانې او تصویرونه دي چې د سرچینې ادعا تثبیتوي.

د نړۍ په ۶ پوهنتونونو کې د بخښنې نړیوال سازمان داوطلبان د یوې پېښې په اړه له یوې زیاتې وېډیوګانې راټولوي، څو پوه شي چې دقیقاً څه شوي دي.

ډنیس کریووشیف په‎دې برخه کې د مصر په مرکز قاهره کې د جوړې شوې یوې وېډیو مثال راوړی چې په‎کې ښکاره کېږي یو شمېر مظاهره‎چیان د پولیسو یو موټر له پله څخه لاندې غورځوي.

خو د همدې پېښې په دوهمه تثبیت شوې وېډیو کې چې له بلې زاويې اخیستل شوې، ښکاره کېږي چې د پولیسو موټر له یوه بل موټر سره جنګېږي او بیا له پله څخه لاندې غورځېږي.

XS
SM
MD
LG