د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

ډېر افغانان ایران کې مالي فشار مجبور کړي چې جګړه‌ځپلي افغانستان ته ستانه شي


پر ایران د اقتصادي فشار له زیاتېدو سره هلته مېشت افغان کډوال مجبور شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

سږ کال د ایراني ریال بیه په بې‌ساري ډول ټيټه شوې او لا هم د لوېدو په حال کې ده.

له دې امله په ایران کې ډېر شمېر مېشت افغان کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

ډېر افغانان په ایران کې مالي فشار مجبور کړي چې جګړه‌ځپلي افغانستان ته ستانه شي.

په ایران کې تر یو میلیون زیات افغانان چې د مهاجرت اسناد لري اوسېږي، خو زرګونه نور افغانان په غیر قانوني ډول هلته مېشت دي.

داسې اټکل کېږي چې سږ کال ۵۰۰ زره افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یو شمېر ستانه شوي افغانان وايي، په ایران کې تر مالي فشار لاندې ژوند کول "غیر ممکن" وو.

یوې افغانې ښځې چې له ایرانه افغانستان ته ستنه شوې د امریکا غږ خبریال ته ویلي:

"موږ له ستنېدو پرته بل انتخاب نه‌درلود. موږ له نیستۍ ایران ته تللي وو، هلته موږ خپل کاروبار جوړ کړی وو، خو تاواني شو. زما مېړه یو عادي کارګر و. د ایران د ریالو ارزښت دومره کم شو چې موږ حتی د بېرته ستنېدو لپاره پېسې نه‌درلودې، موږ یې مسترد کړو."

د ایراني ریال د بیې د ټيټېدو له امله د هغو پيسو اندازه هم کمه شوې چې په ایران کې مېشتو کډوالو په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره استولې.

د امریکا متحده ایالاتو سږ کال پر ایران د خپلو اقتصادي بندیزونو لویه برخه برحاله کړه.

امریکايي چارواکو په اګسټ کې اعلان وکړ چې د دې کار هدف پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول دي.

په ایران کې د اقتصادي فشار له امله زیات افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي، خو غیر قانوني کډوال هم د ایران حکومت نیسي او په اجباري ډول‌یې ستنوي.

رحمت له هغو افغانانو دی چې په جبر ستون شوی دی.

رحمت وايي:

"زه اته میاشتې مخکې د کار لپاره ایران ته ولاړم. ایرانیانو زه ونیولم او یوې پوځي اډې ته‌یې بوتلم. هغوی له موږه پېسې واخیستې او د موټر ټکټونه‌یې راکړل او بیا یې د ایران په شمال کې د سفېد سنګ په نوم بندیخانې ته بوتلو، هلته اووه ورځې پاتې شوو، تږي او وږي پراته وو، په ورځ کې به‌یې یو موټی وریژې راکولې، بس!"

له هغو افغانانو سره چې له ایران او پاکستانه په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره مرسته کوي.

د دې ادارې یو ویاند، مبین قادري وايي:

"موږ قانوني کډوالو ته د ټرانسپورتي لګښت لپاره ۲۰۰ ډالر ورکوو، خو د مهاجرت نړیوال سازمان غیر قانوني کډوالو ته چې فقیر دي، معتاد دي، ناروغه دي، بې‌سرپرسته دي، ښځې دي چې نارینه نه‎لري، ماشومان دي یا فزیکي کمزورتیا لري او غواړي چې ستانه شي پیسې ورکوي."

په ایران کې مېشت افغانان داسې افغانستان ته ستنېږي چې د بې‌کارۍ اندازه ۴۰ فیصدو ته لوړه شوې، وچکالي د بزګرو کښتونو ته په بې‌ساري ډول زیات تاوان رسولی او تشدد روان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG