د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

د ایراني تومانو د نرخ په لوېدو سره ګڼ شمېر افغان کارګرو ایران پرېښود


يو شمېر افغان کارګر د ایراني تومانو د نرخ د ټيټېدو له امله د هغه هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه افغان کارګر وايي، د ایراني تومانو د نرخ د ټيټېډو له امله دوی نه‎شوی کولای چې هلته په خپل عاید کورنۍ وساتي.

د کابل-هرات د لارې يو شمېر موټر چلوونکي وايي، هره ورځ نږدې ۳۰۰ تنه افغانان له ایرانه بېرته هېواد ته راستنېږي.

نور محمد چې له تېرو ۱۰ کالو راهیسې يې په ایران کې کار کاوه، تازه بېرته هېواد ته راستون شوی.

هغه چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د ګټې وټې سړی دی وايي، پخوا یې هره میاشت څه باندې دوه میلیونه تومانه عاید درلود، خو اوس چې د ډالرو او افغانۍ په بدل کې د تومانو بیه لوېدلې، نو اړ شو چې له ایرانه بېرته خپل هېواد افغانستان ته راستون شي.

له ایرانه یو تن راغلی افغان کډوال
له ایرانه یو تن راغلی افغان کډوال

نور محمد چې په کابل کې ژوند کوي اوس اوزګار دی ازادي راډیو ته‌یې خپله کیسه داسې وکړه:

"تومان خپل ارزښت له لاسه ورکړی او زموږ ورځنی لګښت نه پوره کوي، هلته هم هر څه ګران شوي، هغه پیسې مې چې هلته ګټلې او کورنۍ ته مې لېږلې، څه پرې نه‌کېدل، يو میلیون تومان، اووه زره افغانۍ کېږي، نو دا به زموږ کوم درد دوا کړي."

هغه موټر چلوونکي چې د پایتخت کابل او د هېواد د لوېديځ ترمنځ تګ راتګ لري وايي چې هره ورځ نږدې ۳۰۰ تنه افغانان له ایرانه خپل هېواد ته راستنېږي.

نړیوال فشار، د ایراني تومانو د نرخ لوېدل او له ایرانه د افغان کارګرو ستنېدل.

د دغو موټر چلوونکو له ډلې عصمت‎الله ازادي راډيو ته وویل چې يو شمېر بېرته راستنېدونکي رد مرز شوي کسان دي او يو شمېر نور یې بیا د ایراني تومانو د نرخ ټیټېډو له امله بېرته هېواد ته راستنېږي.

صدیق‎الله يو بل افغان کارګر دی چې تازه له ایرانه هېواد ته راستون شوی دی.

نوموړی وايي، که څه هم په افغانستان کې د کار پیدا کول ستونزمن دي، خو بیا هم که ورته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ مزدوري پيدا شي له ایرانه دلته ورته کار کول غوره دي.

يو شمېر بېرته راستنېدونکي رد مرز شوي کسان دي
يو شمېر بېرته راستنېدونکي رد مرز شوي کسان دي

صدیق‎الله زیاتوي:

"په ایران کې دومره کار نه‌کېږي چې لګښت پرې پوره شي، د ایران په نسبت اوس افغانستان ښه دی، هره ورځ که ۳۰۰ افغانۍ کار وشي، نو تر هغه ځایه ښه ده، پخوا تومان ۱۸ او يا هم ۲۰ افغانۍ و، خو اوس ډېر لوېدلی، هلته کار کول ګټه نه‎لري."

د يو شمېر راپورونو له مخې اوس‎مهال په ایران کې نږدې دوه میلیونه افغانان ژوند کوي چې زیاتره‌یې هلته په کاروبار بوخت دي.

په‎دې وروستیو کې د واشنګټن د سیاسي فشارونو او بندیزونو له امله د دغه هېواد د پولي واحد تومانو نرخ په کافي اندازه لوېدلی دی.

له دې وړاندې د کابل په بازارونو کې زر ایراني تومانه په ۱۸ افغانیو تبادله کېدل، خو په‎دې وروستیو کې دغه نرخ ۷،۸۰ ته راښکته شوی دی.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، د امریکا له‎خوا په ایران د بندیزونو او د دغه هېواد د متحدینو له‎خوا د ایران سره د اړیکو پرې کول، د دې لامل شوی چې د ایران پولي واحد خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

د کابل په بازارونو کې زر ایراني تومانه په اتلس افغانیو تبادله کېدل
د کابل په بازارونو کې زر ایراني تومانه په اتلس افغانیو تبادله کېدل

د دغو کارپوهانو له ډلې سید قیاس سیدي په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ایراني تومانو د بې‌ارزښته کېدو يو لامل دا دی، هغه عربي هېوادونه چې د امریکا متحدین دي د ایران سره‌یې خپله راکړه ورکړه بنده کړې، افغان مهاجرین هم له دې امله له ایران بېرته هېواد ته راځي چې ایراني تومانو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او دوی بله چاره نه‎لري، نو اړ دي چې بېرته هېواد ته راشي."

د ښاغلي سیدي په باور د امریکا له‎خوا په ایران د بندیزونو زیاتوالی به د ایران پولي واحد له دې هم کم ارزښته او هغه هېواد به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG