د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

زیانمن دکاندار: د ولسي جرګې غړې هُما سلطاني ۴ زره ډالره تاواني کړی یم


زیانمن دوکاندار: د ولسي جرګې غړې هُما سلطاني ۴ زره ډالره تاواني کړی یم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

د ولسي جرګې د غړو د غیر قانوني کړنو په اړه د شکایتونو د سلسلې په دوام دا وار د کابل ښار د درېیمې کارتې یو دکاندار ادعا کوي چې د ولسي جرګې غړې هُما سلطاني شااوخوا څلور زره ډالره زیان وراړولی او د دکان د یخچالونو شیشې يې ورماتې کړې دي.

د دغه دکان خاوند سید امید امیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوه او خپله هُما سلطاني دی وهلی او ډبولی دی.

نوموړی وايي:

"تېره ورځ ناوخته مازیګر څلور نیمې بجې به وې چې هُما سلطاني په یو غیر نورمال حالت کې دکان ته رادننه شوه او درې تنه سوالګر چې مخکې يې زموږ مزاحمت کاوه، هم له ځانه سره دکان ته رادننه کړل، کله چې ما له دې سوالګرو هیله وکړه چې کېک مو وخوړ، زموږ مشتریانو ته مزاحمت مه‎کوئ یو وار هُما سلطاني راپاڅېده او زه‌يې په خولې په سوک ووهلم چې پوزه مې خوږه شوه."

هُما سلطاني
هُما سلطاني

دی له حکومته غواړي چې دغه مسئله باید په جدي ډول وڅېړي او عدالت پلی کړي.

د دغې پېښې یو شمېر وېډیوګانې چې د دکان د امنیتي کمرو په وسیله ریکارډ شوې دي هم په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې هم د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له لوري د بېلابېلو خلکو د وهلو ډبولو په اړه شکایتونه شوي دي.

د راپورونو پر اساس له دې وړاندې د اغلې سلطاني له لوري د پولیسو یو افسر هم وهل شوی و چې د هغې دغه عمل د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.

همدا شان له دې وړاندې د ولسي جرګې د یو بل غړي احمد بهزاد له لوري د یو ټرافیک پولیس د وهلو خبر هم ورکړل شوی و.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‎دې اړه د هُما سلطاني نظر هم واخلي، خو له ډېرو هلو ځلو وروسته ونه‌توانېده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمېسیون وايي، د قانون له مخې هېڅ‎څوک حق نه‎لري چې د یو چا مال او سر ته زیان ورسوي.

د دې کمېسیون رئیس عبیدالله بارکزي ازادي راډيو ته وویل چې د ملي شورا یو شمېر غړي شته چې له دندې څخه ناوړه ګټه اخلي او بېلابېلو مسایلو کې خلکو ته سرخوږی جوړوي.

عبیدالله بارکزی
عبیدالله بارکزی

نوموړی وايي:

"د افغانستان د اساسي قانون او اسلام له نظره هېڅ‌څوک حتی ولسمشر حق نه‎لري چې په غیر نورمال حالت کې لاړ شي او د یو چا عزت لوټ کړي او یا هم د چا مال ته زیان ورسوي، کوم دکاندار سره چې دا عمل شوی دا موږ په کلکه غندو دا یو ناوړه عمل دی."

ښاغلي بارکزي له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید د وکیلانو مصونیت لږ او قانون پرې عملي کړي.

نوموړي دا هم وویل چې باید د هُما سلطاني قضیه د عدلي او قضايي ارګانونو له‎خوا په جدي ډول وڅېړل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG