د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د پکتیا مرکز ګردېز کې زورواکو ډزې کړي او ترافيک‌يې وهلي


د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې نن له غرمې وړاندې يو شمېر مسلح کسانو ډزې وکړې، ترافيک‌يې د ټوپکونو په خولو او قونداغونو ووهل.

د ګردېز ښار يو ترافيک جعفر وايي چې دوی ته د ګډ کمېسیون پر اساس دنده سپارل شوې وه چې بې‌پلېټه او تورې ښیښې لرونکي موټر ودروي چې په دې کتار کې يې يو فېلډر موټر هم ودراوه چې وروسته ډرېور نور کسان راوغوښتل او ترافيک‌يې ووهل.

د دغې پېښې کيسه يو ترافيک عزت‌الله داسې وکړه:

"زموږ خو دې ته پام نه‌وو، موږ مدير صاحب او نورو دغه بې‌پلېټه او کانټینري موټر نيول، ډرېور وویل چې دغه موټر د ضياالدين دی، ترافیک وویل چې ته ضیاالدين ته زنګ ووهه چې هغه ووايي موږ به‌يې هم خلاص کړو، هغه چې ضیاالدين ته زنګ وواهه هغه راغی وروره، ضياالدين په موږ ټولو د وهلو شروع وکړه، زموږ ترافيکو نه خولۍ هم ورکې شوې، توپانچې هم ورکې دي اته لس کسه وو چې راغلل دا زموږ درېشۍ دي دا مو تڼۍ دي هر څه‌يې راباندې وشکول او ورک شول زموږ يو نفر يې هم وړی دی، يو جعفر دی يو بل زما ملګری دی، دوی ملکيان دي زورواکي دي بدمعاشان دي، وروره موږ به څه غواړو، موږ سم حکومت غواړو چې کار راسپاري هومره دفاع مو هم بايد وکړي."

نوموړی وايي چې په دغې پېښه کې يې حيثیت پايمال شوی، وسله‌يې ورکه شوې او تڼۍ يې هم شکول شوې دي، يو بل ټرافيک خپله خبره داسې کوي:

"موږ دلته ولاړ وو وظيفه وه، يو فيلډر موټر راغی موږ ودراوه، تورې ښیښې يې وې او اسناد يې هم نه‌وو چې کله موږ ډرېور سره خبرې کولې، هغه ويل دا د ضياالدين موټر دی ودرې هغه ته زنګ وکړم، کله‌يې چې هغه ته زنګ وکړ راغی او همداسې يې په موږ د وهلو شروع وکړه، وروره دا دی وګورئ زما تومانچه ورکه ده، بيخي ښار کې بې‌نظمي ده زموږ لاسونه پښې وګورئ چې وهل شوي يو او لګېدلي يو."

دغه ترافيکان وايي څو چې د دوی غږ نه‌وي اورېدل شوی تر هغو پورې خپلې وظيفې ته نه‌راځي او خپل نظامي کالي به ايسته کړي، په پېښه کې ژوبل شوی يو ترافيک وايي:

"تر هغه وخته پورې چې زموږ غم ونه‌خوړل شي موږ خپلې درېشۍ باسو او نه‌غواړو په دې ډول وظيفه اجرا کړو، که ښار ړنګېږي او که هر څه کېږي موږ داسې وظيفه نه‌کوو."

دغه پېښه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ مني وايي چې د پکتيا ولايت يو زورواکی د ضياالدين دلدار په نوم له خپلو مسلح کسانو سره ښار ته داخل شوی، په ترافيکو يې ډزې کړې دي.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي:

"په ښار کې ټرافيکو د يو فيلډر موټر ښیښې سپينولې دا موټر د ضياالدين د کورنۍ يا د دوی د کلي وو، دا پسې راغلی او په ښار کې جنجال شوی دی او ډزونه‌يې کړي دي په ښار کې او لاره يې بنده کړې او د دې پېښې په اړه به موږ قانوني چلند کوو او دوسيه به‌يې څارنوالۍ ته سپارو."

نوموړي که څه هم دا نه‌منله چې کوم ترافيک دې همدغو وسله‌والو ځانه سره وړی وي، خو د سيمې عيني شاهدانو او ترافيکو وويل چې د دوی يو ترافيک د ښار له منځه په بې‌پلېټه موټر کې وړل شوی.

موږ هڅه وکړه چې د ضياالدين دلدار نظر هم ترلاسه کړو، خو سره له پرله‌پسې هڅو ونه‌توانېدو چې د دوی غږ او نظر واخلو.

دا لومړی ځل نه‌دی چې په ښار کې مسلح کسان ترافيک يا پوليس وهي تر دې وړاندې هم په وارونو، وارونو پوليس د زورواکو او وکيلانو له لوري وهل شوي دي خو پایله‌یې نه‌ده روښانه شوې.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG