د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

دنیا: په افغانستان کې د انتخاباتو شفافیت په خورا جدي اندېښنې بدل شوی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه هم لیکلي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د انتخاباتو شفافیت په خورا جدي اندېښنې بدل شوی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور د تېرو څو دورو په ځانګړي ډول د ۲۰۱۴ میلادي کال ولسمشریزو انتخاباتو، په یاده پروسه کې د شفافیت پر شتون خلک بې باوره کړي دي.

ورځپانه لیکي:

دم‎ګړۍ ولس په انتخاباتو او د انتخاباتو په شفافیت هېڅ باور نه‎لري او له همدې امله ټینګار پردې دی چې راتلونکي انتخابات باید د پخوانیو په شان نه‎وي، بلکې د شفافیت لپاره یې جدي کار وشي.

په سرمقاله کې راغلي، دا هم د ولس غوښتنه ده، هم د ګوندونو او هم د انتخاباتو د ملاتړو بنسټونو او سازمانونو.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، د سیاسي ګوندونو او جریانونو یو شمېر مشران د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم‎لېکنې بهیر ناقص او فساد زېږونکی بولي وايي، دا به ناورین رامنځته کړي، نو ځکه باید باطل اعلان شي.

په مطلب کې راغلي، دغو سیاسي مشرانو د سې شنبې په ورځ په کابل کې تر یوې غونډې وروسته ګډه مطبوعاتي اعلامیه لاسلیک کړه او د نوم‎لېکنې د بهیر باطل کېدل یې وغوښتل.

په مطلب کې راغلي چې په‎دغه غونډه کې صلاح الدین رباني، حاجي محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، باتور دوستم، انوارالحق احدي، یونس قانوني او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو ګډون کړی وو.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په حواله لیکلي چې د معترضینو له‎خوا د سیمه‎ییزو دفترونو تړل کېدو اندېښمن کړي یو او له حکومته غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د تړل شوېو دفترونو په اړه اړین اقدامات وکړي.

په مطلب کې راغلي چې د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې په جوزجان، تخار، فاریاب، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د کمېسیون د دفترونو تر تړلو وروسته اعتراض کوونکو تېره ورځ په بلخ کې هم د دغه کمېسیون دروازه وتړله او د کمېسیون مامورینو ته یې د کار اجازه ورنه‎کړه.

په مطلب کې راغلي چې د افغانستان په شمال کې یاد دفترونه د حکومت له‎خوا د فاریاب ولایت د قېصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست او جنرال دوستم ته د یو نېږدې کس نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون د ځايي اعتراض کوونکو له‎خوا تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG