د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

پېښور کې پر هارون بلور د ځانمرګي برید د قربانیانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی


ارشیف
ارشیف

د خېبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په یکه‎توت سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه انتخاباتي غونډه د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته پورته شوی.

د پېښور ښار د پولیس چاراکو په وینا، دا ځانمرګی برید د چهارشنبې په شپه ناوخته د عوامي نېشنل ګوند پر یوې انتخاباتي غونډه شوی چې دغه ګوند د یوه مهم چارواکي او په پارلماني ټاکنو کې د صوبايي اسامبلۍ کاندید هارون بلور په ګډون‌یې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل.

پاکستاني رسنۍ د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون د چارواکو په حواله وايي چې د دغه برید د قربانیانو شمېر له ۱۲ نه ۲۰ ته پورته شوی او په خبره‌یې چې تر ۶۰ زیات ټپیان لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت مرګونی ښيي.

د عوامي نېشنل ګوند یوه چارواکي میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې پر حکومت غږ وکړ چې د دغه برید تحقیقات دې وکړي او عاملین دې یې د قانون منګولو ته وسپاري او ټینګار یې وکړ چې عوامي نېشنل ګوند به په‎دې ډول ترهګریزو بریدونو په شا ونه‌تمبول شي.

هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند له مهمو چارواکو او د دغه ګوند د پخواني چارواکي بشیر بلور زوی و، په ټولټاکنو کې له همدې سیمې «Pk-78» د خپل پلار بشیر بلور پر څوکۍ د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلۍ ته کاندید و.

تر هارون مخکې د هغه پلار بشیر بلور هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د عمومي ټولټاکنو په درشل کې هغه مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د قصه‌خوانۍ په ډهکي نعلبندي سیمه کې د خپل ګوند په یوې انتخاباتي غونډه کې تر ګډون وروسته موټر ته پر لار و.

  • د هارون بلور د وژنې غندنې

په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسامبلۍ پر کانديد هاورن بلور ځانمرګی بريد د پاکستان لنډ مهاله حکومت، سياسي مشرانو، بهرنيو سفيرانو او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په سختو ټکو کې غندلی دی.

د پاکستان صدراعظم ناصرالملک، د تحریک انصاف، پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ (ن) سیاسي ګوندونو مشرانو او د ټاکنو د کمېسیون مشر په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر غونډې ځانمرګی برید غندلی دی.

سربېره پر دې په اسلام‎اباد کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپلو ټویټرپاڼو په ځانمرګي برید کې د هارون بلور وژنه غندلې، دا یې ظالم عمل او د قربانیانو له کورنیو سره‌یې تعزیت کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د عوامي نېشنل ګوند پر انتخاباتي غونډې د دغه خونړي برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.

  • پخواني معلومات

د خېبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې امنیتي چارواکي وايي، د عوامي نېشل ګوند یو جګ‎پوړی چارواکی او په پارلماني ټاکنو کې د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلۍ کاندید هارون بشیر بلور په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

چارواکي وايي، دا ځانمرګی برید د چهارشنبې په شپه ناوخته د پېښور د یکه‎توت په رحیم‎اباد نومې سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوې انتخاباتي غونډه شوی چې په نتیجه کې یې د هارون بلور په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۵ زیات ټپیان دي.

هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند مهم چارواکی او د دغه ګوند د پخواني چارواکي بشیر بلور زوی و چې له همدې سیمې «یکه‌توت» یې د پاکستان په راروانو ټاکنو کې د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلۍ لپاره «PK-78» کاندید و.

د پېښور د پولیسو مشر قاضي جمیل د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې دا یو ځانمرګی برید و او په خبره‌یې چې د بریدګر هدف هارون بلور و.

د جمیل په خبره، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي.

ده زیاته کړه:

"دا بدمرغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې کله د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر هارون بلور د شپې ۱۱ بجې د غونډې ځای ته ورسېد. په‎دغه برید کې د هارون بلور په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي."

د پېښور د لیډي رېډېنګ روغتون چارواکي وايي چې د پېښې په ټپیانو کې د ۶ روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د تلفاتو د ډېرېدو وېره ښيي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په ځانمرګي برید کې د هارون بلور ځوان زوی دانیال بلور هم ټپي شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند یوه چارواکي میا افتخار حسین په‎دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې پر حکومت غږ وکړ چې د دغه برید تحقیقات دې وکړي او عاملین دې یې د قانون منګولو ته وسپاري.

میا افتخار حسین

هارون بلور د عوامي نېنشل ګوند له مهمو چارواکو څخه و چې په ټاکنو کې د خپل پلار بشیر بلور پر څوکۍ د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلۍ ته کاندید و.

تر هارون مخکې د هغه پلار بشیر بلور هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د عمومي ټاکنو په درشل کې هغه مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د قصه‌خوانۍ په ډهکي نعلبندي سیمه کې یې په یوه انتخاباتي غونډه کې تر ګډون وروسته موټر ته پر لار و.

د پاکستان صدراعظم ناصرالملک، د سیاسي ګوندونو مشرانو او د ټاکنو د کمېسیون مشر په پېښور کې د عوامي نېنشل ګوند پر غونډې ځانمرګی برید غندلی دی.

د یادونې وړ ده چې د عوامي نېشنل ګوند پر انتخاباتي غونډې د برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله‎والې ډلې نه‎دی منلی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG