د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان په ۳ مهمو مواردو بحث کېږي


د ناټو د سرمنشي یوه مرستیال تمه ښودلې چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې به په افغانستان کې د سیاسي حل‎لارې د موندلو په هدف د دغه هېواد له ولسمشر سره د سولې پر لارو چارو بحث وشي.

د افغانستان د حکومت له لوري د سولې خبرې او تر ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته له افغان ځواکونو سره د مالي او پوځي ملاتړ غځول هغه څه دي چې د ناټو چارواکي وایي، تمه ده په راتلونکې سرمشریزه کې بحثونه ورباندې وشي.

په سیاسي چارو کې د ناټو د سرمنشي مرستیال جېمز اپاتورای له ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې چې د جولای پر دوهمه خپره شوه، ویلي په‎دې سرمشریزه کې به له ولسمشر اشرف غني سره د سولې پر وړاندیز او ابتکار بحث وشي، څو د افغانستان د ستونزې لپاره یوه سیاسي حل‎لاره وموندل شي.

اپاتورای ویلي، دا له هغو درېیو مواردو څخه یو دی چې دوی یې په‎دې سرمشرېزه کې د افغانستان په اړه بحث کې تمه لري.

جېمز اپاتورای
جېمز اپاتورای

نوموړي د دوو نورو مواردو په اړه وویل:​

"لومړی، د ناټو متحدین به دا تأیید کړي چې دوی لېواله دي چې نور سرتېري زموږ د روزنې مأموریت ته ورزیات کړي، څو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. دوهم، دوی به تر ۲۰۲۰ میلادي کال ورهاخوا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مالي مرسته غځوي."

تمه ده د ناټو راتلونکې سرمشریزه د جولای په ۱۱مه او ۱۲مه په بروکسل کې جوړه شي.

بل لور د افغانستان اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د ناټو د سرمشریزې نتایجو ته هیله‌مند دی.

نوموړی وايي:

"په راتلونکو ورځو کې په بروکسل کې د ناټو کنفرانس دی چې د افغان دولت د ملي وحدت حکومت هلته ګډون کوي او هیله لرم چې د دغې غونډې نتیجه په راتلونکو کلونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام وي."

تر دې یوه ورځ دمخه د اجرائیه ریاست په اعلامیه راغلي وو چې په افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن ښاغلي عبدالله ته د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه.

اعلامیې د ښاغلي زیمرمن له قوله لیکلي چې ډاډ یې ورکړی د ناټو سازمان به د اړتیا تر وخته په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په لندن کې یوې غونډې ته ویلي و چې په افغانستان کې سوله له دغه هېواده د ځواکونو په وتلو نه، بلکې د هغوی په موجودیت کې راتلی شي.

XS
SM
MD
LG