د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

اجرائیه رئیس: هیله ده د بروکسل غونډې نتیجه له افغان ځواکونو د ملاتړ دوام وي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، ټاکل شوې چې افغان دولت په راتلونکو څو ورځو کې په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې د افغان دولت ګډون ته هیله‌مند دی او وايي، هیله ده د دغې غونډې نتیجه په راتلونکو کلونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام وي.

نوموړي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وکړې او ویې‌ویل چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د ملي وحدت حکومت په‎دغه غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړي وویل:

"په راتلونکو ورځو کې په بروکسل کې د ناټو کنفرانس دی چې د افغان دولت د ملي وحدت حکومت هلته ګډون کوي او هیله لرم چې د دغې غونډې نتیجه په راتلونکو کلونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام وي."

اجرائیه ریاست وايي چې په‎دغه غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ مخکې تر دې ویلي چې نه‌یوازې دا چې د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالو شریکانو یې په افغانستان کې له غوڅ ملاتړ مأموریته خپل ملاتړ اعلان کړی، بلکې خپل رول‌یې هم په‎کې زیات کړی دی.

نوموړي دغه‌شان ویلي چې له افغان ځواکونو سره به مالي مرستې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې وغځول شي.

ناټو په افغانستان کې د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې ۱۶ زره پوځیان لري.
ناټو په افغانستان کې د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې ۱۶ زره پوځیان لري.

د ناټو د عمومي منشي په وینا، په‎دې اړه پرېکړه به د ناټو د غړو هېوادونو په راروانه غونډه کې چې د جولای میاشتې په ۱۲مه نېټه جوړېږي وشي.

اوس‎مهال ناټو په افغانستان کې د غوڅ مأموریت په چوکاټ کې ۱۶ زره پوځیان لري چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشوره ورکونې په برخه کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام سره دغه هېواد د ناټو دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل چې هیله ده چې ناټو په خپله راروانه غونډه کې د افغانستان ستونزو او اړتیاوو ته پام واړوي.

باري عارض
باري عارض

نوموړی وايي:

"افغانستان اوس‎مهال داسې یو حالت کې دی چې دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري، دا مسئله ناټو هم محسوس کړې او په‎دې پوهېږي، زما په نظر د ناټو په راروانې غونډه کې باید د افغانستان ستونزو او اړتیاوو ته پام واړول شي او یوه ژوره ارزونه ترسره شي."

ښاغلی عارض وايي، په تېره کې له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ دغه ځواکونه پیاوړي کړي او په خبره‌یې په راتلونکي کې له دوی د ناټو دوامداره ملاتړ د دغه هېواد په امنیت خپل اغېز درلودلی شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG